پوسټ کوډ ۴۱۳۲۸
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۶ سلواغه ۱۳۸۹ ۰۸:۲۹

له بریتانوي چارواکو سره په لندن کې د ملا عبدالسلام ضعیف پټې خبرې

د بریتانیا مطبوعاتو افشا کړه چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی، چې لا هم له ملاعمر سره اړیکې پالي، په پټه لندن ته تللی چې د بریتانیا له چارواکو سره په افغانستان کې د بلوا د پای ته رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې نن راپور ورکړ چې ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په اسلام اباد کې د دوی سفیر وو او اوس هم د طالبانو د هلوځلو کلکه دفلاع کوي، د افغانستان د شخړې په اړه د بریتانیا له چارواکو سره پټې خبرې کړي دي.

د ډیلي ټیلګراف د راپور پراساس ملاعبدالسلام ضعیف د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په مصرف د سولې پر وړاندیزونو د خبرو لپاره لندن ته بلل شوی وو.



ضعیف ته د بریتانیا د سفر په مهال ویل شوي وو چې له رسنیو سره به خبرې نه کوي خو له بریتانوي چارواکو او مقاماتو سره په غونډو کې ګډون کولی شي.



تېره میاشت د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي مامور ویلي وو چې طالبانو خپل مهم غړي د کابل له حکومت سره د خبرو لپاره لېږلي دي.



د پاکستان سفیر: د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده



له بلې خوا په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرعبدالله هارون وايي چې پاکستان د افغانانو له لوري د ملي پخلاینې د هلوځلو ملاتړ کوي څو له دې لارې په افغانستان کې د دوامدارې سولې لار اواره شي.



ده په ملګروملتو کې د افغانستان په باب په یوه غونډه کې چې عنوان یې وو«افغانستان؛ د خبرو له لارې د حل لار لري؟» وویل: زموږ ګټه په باثباته او سوله ییز افغانستان کې نغښتې ده.



په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رابرت فین او په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي استازي ظاهر طنین هم ګډون کړی وو.



په ملګروملتو کې د پاکستان سفیرښاغلي هارون د افغانستان د سولې د بهیر په باب د خپل هیواد د دریځ د بیانولو په ترح کې وویل: پاکستان په افغانستان کې د سولې د عالي شورا د جوړېدا هرکلی کړی او د دې شورا مشر برهان الدین رباني پاکستان ته سفر کړی دی.



ده زیاته کړه: «پاکستان په افغانستان کې د ټینګې او دوامدارې سولې غوښتونکی دی.د افغانستان پرمختګ او سوله زموږ په ګټه ده.له پاکستانه یونیم ملیون افغان کډوال یوازې هغه وخت خپل هیواد ته تللی شي چې په افغانستان کې سوله او ارامي وي.»



د پاکستان ملکي چارواکو بیا بیا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه بللې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي خو لا هم څرګنده نه ده چې د پاکستان پوځ ، په تېره بیا د دغه هیواد غښتلې استخباراتي اداره هم دې نتیجې ته رسېدلې او که لا هم د افغانستان په شر کې خپل خیر ویني.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement