پوسټ کوډ ۴۱۲۱۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۰ سلواغه ۱۳۸۹ ۱۱:۱۳

کرزی: د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره س

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي، کله چې بهرني سرتیري له افغانستانه وځي، باید ورسره ډېرژر د دغو ځواکونو په چوکاټ کی د بیارغونی ولایتي ټیمونه یا پي. ار. ټي اوامنیتي کمپنۍ هم خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.

کرزي چې هند او جرمني ته له وروستي سفر وروسته یې پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې د حکومتي ادارو ترڅنګ دغه موازي تشکیلات په هیواد کې د ثبات او پرمختګ مخه نیسي.

کرزي وویل، پي. ار. ټي د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې فعالیت نه کوي، پي. ار. ټي او نور بهرني ارګانونه لکه نل غځونکو او میخانیک کارانو ته پاتې کیږي، چې کله خپل کار پای ته ورسوي باید لاړشي او بل چیرې د ځان لپاره کار ولټوي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي او ناټو ځواکونو د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې پي. ار. ټي یا د بیارغونې ولایتي ډلې جوړې کړي او له څو کالو راهیسې یې په میلیارډونو ډالر د سړکونو، پلونو، ښوونځیو جوړولو او پر نورو بنسټیزو پروژو لګولي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement