پوسټ کوډ ۴۱۱۶۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۸ سلواغه ۱۳۸۹ ۱۱:۰۰

جرمني به د ځواکونو له ایستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي

مونښن د نړیوال امنیتي کنفرانس وروستۍ ورځ(یکشنبه) افغانستان ته ځانګړې شوه .غونډې ته نن د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله وویل چې هیواد یې ځان ژمن بولي چې د ولسواکۍ په لور له افغانستان سره په سفر کې ملاتړ وکړي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستلنو وروسته هم د دې هیواد ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده د مونښن امنیتي کنفرانس ته نړیوالو او سیمه ییزو امنیتي ستونزو د یادونې په ترڅ کې وویل چې په ۲۰۱۱ کې باید په افغانستان کې له پوځي چارو سیاسي هغو ته پام واړول شي.

ویسترویله وعده وکړه چې جرمني به له ۲۰۱۴ وروسته هم، چې د امنیتي چارو مسوولیت د افغانستان امنیتي ځواکونه په خپله غاړه اخلي، د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.

ده وویل:« هرڅوک چې باثباته حالات غواړي باید دا هېر نه کړي چې مسوولیت یې په ۲۰۱۴ کې پای ته نه رسېږي»

د جرمني د باندنیو چارو وزیر همداراز وویل چې دی د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د پرمختګ په برخه کې له شویو هلو ځلو راضي دی او فکر نه کوي چې د روان(۲۰۱۱) کال په پای کې به له افغانستانه د جرمني ځواکونو د وتلو له پیل کولو سره امنیتي ستونزې پېښې شي.

ویسترویله وویل:«د افغان پولیسو او پوځیانو د روزنې بهیر تر توقع او اټکل چټک پرمخ روان دی.»

ده په عین حال کې په افغانستان کې د بریالیتوب راز په دې کې وباله چې درستې خواوې له یو بل سره همکاري وکړي.«دا اسان کار نه دی، ځکه چې پخلاینه هیڅکله اسانه نه وي.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې پانګونې ته د پانګوونکو هڅونه مهمه وبلله او ويې ویل چې له دې لارې د امنیت له ښه کېدو سره مرسته کېدای شي.

تر ده مخکې ولسمشر کرزي هم د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په نیم ساعته خبرو کې له هغې وغوښتل چې د جرمني پانګوونکي وهڅوي چې د افغانستان د کانونو په راایستلو کې پانګونه وکړي.

ویسترویله هم په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره د افغانستان اقتصادی پرمختګ ضروري وباله او ویې ویل هماغه راز چې په جګړه کې د شاملو کسانو پحلاینه پکار ده ورسره جوخت اقتصادي پانګونې ته اړتیا ده چې روغه جوړه تلپاتې شي.


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د نوې ولسي جرګې د پرانستنې هرکلی وکړ او د افغانستان له ولسمشره یې وغوښتل چې له ملي شورا سره ښه او اغېزمنه همکاري وکړي.

ده په عین حال کې د افغانستان پر حکومت نیوکه وکړه، ویې ویل چې فساد او خپلوۍ پالنه پکې عامه ده.

ولسمشر کرزي بیا هم ژمنه وکړه چې له اداري فساد سره به مبارزه وکړي او ویې ویل چې د اغېزمنې ادارې د رامنځته کولو او د امنیت د ښه کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

کرزي همداراز ژمنه وکړه چې ژر به د طالبانو له هغو منځلارو غړیو سره روغه وکړي چې د افغانستان اساسي قانون مني او له ترهګرۍ ځان جلا بولي.

ده له جرمني وغوښتل چې په افغانستان کې د ادارې د موثریت او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره مرسته وکړي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement