پوسټ کوډ 41064
نیټه خپرول: سه شنبه 12 سلواغه 138908:21

.م. د تریاکو د بیې له لوړېدا سره به د کوکنارو کښت زیات نه شي

ملګرو ملتو د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د تریاکو د بیې لوړېدا به د افغانستان په جنوب کې د کوکنارو کښت زیات نه کړي.

په دې راپور کې همداراز ویل شوي چې د کوکنارو کر تر ډېره د امنیت له نشتوالي او د کرنیزو مرستو له کموالي سره تړلی دی.

په هغه سروې کې، چې ملګروملتو د افغانستان د ۲۰۱۱ کال د تریاکو په اړه خپره کړې، ویل شوي چې د تریاکو د بیې زیاتېدا د دې سبب شوې نه ده چې په کندهار او هلمند کې زیات کروندګر د کوکنارو کرلو ته مخه کړي.

په افغانستان کې تر ټولو زیات تریاک په هلمند او کندهار کې تولیدېږي.

د ملګروملتو په ژمني راپور کې، چې د دې موسسې له جرمونو او مخدرو موادو سره د مبارزې ادارې خپور کړی، همداراز اټکل شوی چې په روان ۲۰۱۱ کال کې به په دغو دوو جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کر کم شي.

د م.م. په راپور کې راغلي چې وچکالي، د سیاسي چاپېریال بدلون، د حکومت د کنټرول زیاتېدا او د کوکنارو د کرلو په وخت د افغان او نړیوالو ځواکونوعملیات ښايي هغه عوامل وي چې کروندګرو لږ کوکنار کرلي وي.

افغان او نړیوال ځواکونو له ۲۰۱۰ راهیسي په هلمند او کندهار ولایتونو کې پر طالبانو فشار زیات کړی او په دغو سیمو کې یې یولړ پرمختګونه هم کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو په ځینو سیمو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

په راپور کې خبرداری ورکړای شوی چې په ننګرهار او کونړ کې د کوکنارو کر ډېر شوی او دا هم ویل شوي چې دا امکان هم شته چې ننګرهار د کوکنارو د کښت په یوه لوی ولایت بدل شي.

په راپور کې د دسمبر او جنورۍ د میاشتو پر لومړنیو اټکلونو غور شوی دی.

د م.م. له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې په راپور کې دا هم ویل شوي، داسي ښکاري چې په ۲۰۱۱ کال کې هغه کلي چې ناامنه دي او کرنیزې مرستې نه دي وررسېدلي، تر نورو زیات کوکنار وکري.

د جنورۍ په لومړیو کې د ملګرو ملتو د مخدرو موادو ضد ادارې ویلي وو چې د تریاکو د بیې لوړېدا کېدای شي په څلورو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کوکنارو د کر ساحه پراخه کړي.

په 2۰۱۰ کې په افغانستان کې د کوکنارو بیه ۱۶۴ فیصده لوړه شوه.په دې کال کې د خرابې هوا او نباتي افت په خاطر د کوکنارو حاصل تقریباً نیمايي ته راټیټ شو.

افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۷۷ تولیدوي .

د ملګروملتو د راپورونو له مخې اوولس لکه (۱۷۰۰۰۰۰) افغانان په مستقیم ډول د کوکنارو په کښت کې دخیل دي.

کوکنار د طالبانو لپاره هم د عوایدو یوه مهمه منبع او د جګړې د دوام وسیله بلل کېږي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement