پوسټ کوډ ۴۰۹۶۹
نیټه خپرول: دوشنبه ۴ سلواغه ۱۳۸۹ ۰۸:۲۹

کابل، هرات، مزار او هلمند په نیمه پایلوبه کې مخامخ کېږي

 پرون د لوبغاړو د هوساینې ورځ وه نن (دوشنبه) به په لومړۍ نيمه پایلوبه کې کابل د هرات لوبډلي او هلمند د مزار لوبډلي پر وړاندي د سيالۍ ډګر ته واووځي.


د دې ټورنمينټ په لړ کي تېره ورځ يوازي يوه لوبه وسوه چي پکې کابل اردو لوبډله د مزار د کود برق لوبډلې پر وړاندي ميدان ته راووته.


د کابل د اردو لوبډلې د خپلو تېرو سياليو په څېر پرون هم له مزار لوبډلې څخه لوبه د يوه په مقابل کې په دوو ګولونو په خپله ګټه پاى ته ورسول.


په دې ټورنمينټ کي د افغانستان د اتو زونو څخه غوره فوټبال لوبډلو برخه اخستې وه چي پکي د هرات، کابل، مزار، کندهار، هلمند، غزني، کاپيسا او بغلان لوبډلې شاملې وې.


د کندهار د احمد شاه بابا لوبډله چي نندارچيان، ولايت، لوبغالى او هرڅه يې خپل وه بيا هم ونه توانېده چي د ډېرو کمزورو لوبډلو پر وړاندي له خپل نوم او شهرت څخه دفاع وکړې او په پرله پسې ډول له ماتو سره مخامخ سوه.


د دې ټورنمينټ د جوړولو هدف د ملي يووالي ټينګښت او د هيواد ملي لوبډلې ته د غوره او استعداد لرونکو لوبغاړو ټاکنه

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement