پوسټ کوډ ۴۰۶۲۶
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۳ مرغومی ۱۳۸۹ ۰۸:۲۸

په ۲۰۱۰ کې تر اس زره زیات افغانان وژل شوي

د رسمي شمېرنو او د یوې خپلواکې ویبپاڼې د ارقامو له مخې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د وژل شویو کسانو شمېر تر لس زرو زیات وباله او ویې ویل چې د دغو کسانو ترپنځمې برخې زیات ملکیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی زمري بشري په ۲۰۱۰ کال کې د ملکیانو، پولیسواو سخت دریځو د تلفاتو په باب نوې شمېره وړاندې کړه.ده وویل چې په دغه کال (۲۰۱۰) کې ۸۵۶۰ تنه وژل شوي دي.

پر دې سربېره د افغانستان دفاع وزارت وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې د ملي اردو ۸۱۰ سرتېري وژل شوي. دا په داسي حال کې ده چې د کژولټي ټکی اورګ په نوم خپلواکه ویبپاڼه په ۲۰۱۰ کال کې د بهرنیو ځواکونو تلفات ټولټال ۷۱۱ تنه ښيي.او له دې سره په ۲۰۱۰ کال کې د ټولو وژل شویو کسانو شمېر۱۰۰۸۱ تنو ته رسېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی زمري بشري وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې د ملکیانو مرګ ژوبلې په تېرو نهو کلونو کې بې سارې وې.

ده وویل چې د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د ۲۰۱۰ کال په لومړیو اتو میاشتو کې ۲۳۱۲ تنه ملکیان د وسله والو طالبانو له لوري وژل شوي.د ده په وینا دا شمېرد ورتېر (۲۰۰۹) کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې شل زیات وو.

تراوسه پوري ملګروملتو د ټول ۲۰۱۰ کال د تلفاتو په باب خپل راپور نه دی خپور کړی.

ښاغلي بشري وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه او په چاودنو کې ۱۲۹۲ افغان پولیس وژل شوي دي.

ده په عین حال کې وویل چې په ۲۰۱۰ کال کې ۵۲۲۵ تنه وسله وال مخالفان هم وژل شوي دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement