پوسټ کوډ ۴۰۵۵۰
نیټه خپرول: چهارشنبه ۸ مرغومی ۱۳۸۹ ۱۴:۴۶

په کندهار کې د طالبانو یوه پیاوړی ډله ونیول شوه

په كندهار كي د ملي امنيت د رياست مسوولين وايي چي په دي ښار كي يي د دولت د وسلوالو مخالفينو يوه پیاوړی ډله نيولي ده چي د كندهار په ډيرو ناامنو پيښو كي لاس لري . 
د ملي امنيت ريس جنرال محمد نعيم مومن وايي چي د نوموړي ډلي مشر اختر محمد نوميږي او په حاجي لالا مشهور دى .

جنرال مومن وايي چي د نوموړي سره يي پنځه تنه د هغه ملګري او يو شمير وسلي هم نيولي دي .
مومن د خپلو خبرو په دوام کې زياته كړه چي نيول شویو كسانو په خپلو جرمونو هم اعتراف كړى ولي بيا هم نور تحقيقات تري جاري دي .
تر دي مخكي پوليسو په ارغنداب ولسوالۍ كي هم د دولت د پنځو وسلوالو مخالفينو د نيولو خبر وركړى وو .په كندهار كي د دولتي امنتي عسکرو له لوري د يادو لاسته راوړنو خبر په داسي حال كي وركول كيږي چي دا مهال ددي ولايت ښار ته په نژدي ولسواليو كي د پاکونې عمليات تر سره شوي دي كه څه هم چارواكي وايي چي ددي ولايت امنيت يي ډاډمن كړى او طالبان يي ځپلي دي خو په دي وروستيو كي د كندهار ښار دوو زورورو چاودونو چي يوه يي د ډنډ پر ولسوال او بله يي د كابل بانك د څانګي مخي ته تر سره شوه دا ښيي چي اوس هم په دي ولايت كي د طالبانو فعاليتونه شته دی

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement