پوسټ کوډ ۴۰۴۶۷
نیټه خپرول: يکشنبه ۵ مرغومی ۱۳۸۹ ۱۰:۵۹

په لغمان کې یو ډله د وسله والو مخالفینو د سولې له بهیر سره یوځای شوه

په لغمان ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي، چې یوه ډله وسله وال مخالفان په دې ولایت کې د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

د ملي امنیت ریاست په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د سید محمد په مشرۍ دې پنځه کسیزې ډلې د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې فعالیت درلود.

ویل شوي، چې دا مخالفه وسله واله ډله د سولې د عالي شورا د هڅو په نتیجه کې له دولت سره یوځای شوې ده.

په عین حال کې د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو وسله والو له نیول کېدو څخه هم خبر ورکړل شوې، خو وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement