پوسټ کوډ 40307
نیټه خپرول: شنبه 20 لیندۍ 138913:12

د پکتیا مرکز ګردیز کې هوايي بمبار شوی

 د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په مرکز ګردېز ښار کې د امریکايي سرتېرو په هوايي بمبارد کې د سړک جوړونې د یوه شرکت اوه امنیتي کسان وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر غلام دستګير رستمیار ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د ګردېز او مموزېو ترمنځ پر غځيدلې سړک د شکرخېلو په سیمه کې شوې ده، خو ایساف ځواکونو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې وژل شوي کسان امنیتي سرتیري نه بلکې هغه کسان و، چې د شواک د ولسوال په وژنه کې يي لاس درلود او د موندلو په هدف پوځي عملیات وشول.

خو د پکتیا ولایت مرستیال عبدالرحمن منګل ویلي، چې د پېښې سیمې ته يي د پلټنې لپاره پلاوی استولی دی.

بل خوا د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د چهار درې ولسوالۍ په دوبندې سیمه کې ځان مرګی برید شوی، چې څلور پولیس په کې ټپیان شوي دي، د دغې پېښې مسولیت تر اوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement