پوسټ کوډ ۴۰۲۸۴
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۸۹ ۱۲:۳۲

طالبان وايي په زابل کې یې خپل ۶۰ تنه افغان پوله ساتي وژلي

وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په زابل ولایت کې یې شپېته تنه سرحدي پولیس وژلي دي.زابل له پاکستان سره پوله لري او طالبان په دې ولایت کې له خپلو پټنځایونو ، چې په پاکستان کې دي، عملیات پرمخ بېولی شي.

طالبان وايی چې دوی ته خپلو جګړه مارو تېره شپه خبر وکړ چې د شملزو ولسوالۍد کلارشيد په سيمه کې د حاجي جمعه خان کلي ته نژدې د سرحدي پوليسوپه يوه غټه قرارګاه مخامخ او پراخ بريدترسره کړ.

طالبان همداراز وايي:«دغه وسله وال بريد چې سپکي اودرنې وسلي پکې کارول شوي اوترسهاره یې دوام درلود،د دښمن قرارګاه چې په څلوروامنيتوپوستوخوندي وه د مجاهدينوله خواپه بشپړه توګه فتحه شوې ده اوپکې ميشت شاوخوا شپيته تنه سرحدي عسکرځای په ځای مړه اوګڼ نورسخت ټپيان شول.»

طالبان همداراز ادعا کوي چې د دوی په حمله کې دولس عرادې پوځي اواکمالاتي موټرهم له منځه تللي اوتخريب شوي دي .

طالبان همداراز ادعا کوي چې په دې مخامخ بريد کې، چې ټوله شپه يي دوام درلو، د دوی یوازې دوه تنه ژوبل شوي دي .

تراوسه پوري د طالبانو د دې ادعا په باب دولتي مقاماتو یا خبلواکو سرچینو څه نه دي ویلي .طالبان عموماً خپل مخالف لوري ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي.د شپېتو تنو انسانانو وژل لویه خبره ده که طالبانو مبالغه نه وي کړې دولتي چارواکي یې هم نه شي پټولی.

طالبان وايي څرخکه مو ویشتئې

طالبان همداراز وايي چې په ننګرهارولايت کې یې نن ماسپښين مهال يوه دوه څرخه چورلکه غورځولې .د دوی په ادعا دا څرخکه د حصارک ولسوالۍ له لوري د هوايي ډګر خوا ته روانه وه چې وویشتل شوه.

طالبان همداراز وايي چې څرخکه هوايي اډې ته تیزه روانه وه څوخپله سوارلي بچ کړي خوهوايي ميدان ته له رسېدومخکي په هوا کې وچاودېده چې له امله يې درویشت تنه سپرلي ووزل شوه.

طالبانو نه دي ویلي چې څرنګه پوی شول چې په څرخکه کې درویشت تنه سپاره ول او درست وژل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement