پوسټ کوډ 40282
نیټه خپرول: پنج شنبه 18 لیندۍ 138909:00

ګېټس وايي تر۲۰۱۴ وروسته به هم له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړي

د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس، چې پرون افغانستان ته خپل سفر له کونړ ولایت څخه پیل کړ، نن په کابل کې له ولسمشرحامدکرزي سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې متحد ایالتونه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتر څخه له یوې خپرې شوې خبرپاڼې سره سم د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر حامد کرزي سره په کتنه کې ډاډ ورکړچې هېواد یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره د یو ملاتړکونکي هېواد په توګه پاتې کیږي.

د امریکا دمتحده ایالاتو دفاع وزیر چې له حامد کرزي سره له کتنې وروسته یې په یوګډ مطبوعاتي کنفرانس کې خبرې کولې، وویل: همدا اوس د کابل امنیت د افغان ځواکونو په غاړه دی او د افغانستان په ځینونورو ولایتونوکې به افغان ځواکونو ته د امنیت د مسوولیت سپارلو بهیر ورو ورو پیل او تر۲۰۱۴ میلادي کال پورې به د حامدکرزي له غوښتنې سره سم بشپړ شي.

ده په عین حال کې وویل چې افغان ځواکونو ته د خپل هیواد د ټولو امنیتي چارو له سپارلو وروسته به هم امریکا او د ناټو نورغړي هېوادونه له افغانستان سره د ملاتړ کوونکو هېوادونو په توګه پاتې او د افغانستان له خلکو سره به په دوامداره توګه خپلو سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستو ته دوام ورکړي.

ښاغلي ګیټس یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هماغه راز چې ولسمشر اوباما له افغانستان سره داوږد مهالې همکارۍ ژمنه کړې ده، امریکا به له دغه هېواد سره په بیلابیلو برخوکې خپلو دوامدارو اوږدمهالو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

دامریکا دفاع وزیر وویل: موږ د امن اوقوي افغانستان لپاره د ولسمشر حامدکرزي له نظر سره موافق یو او فکر کوم چې د سیمې د ثبات او د امریکا او د هغه د ملاتړو د اوږدمهالو امنیتي ګټود ساتلو او زموږ د بریالیتوب لپاره هغه حیاتي ارزښت لري.

رابرت ګیټس د حامدکرزي په باب په ویکي لیکس کې د خپرو شویو اسنادو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: د ویکي لیکس دغه سندونه په بشپړه توګه شرمونکي دي. حامدکرزی د امریکا یو ښه ملاتړکوونکی، ځواکمن او ډیر ښه رهبردی چې په پوره ځواکمنۍ سره یې افغانستان رهبري کړی دی.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه: دا باید په څرګنده ووایم له هغه مهاله چې ما له حامدکرزي سره همکاري پیل کړې ده دا راته څرګنده شوې ده چې ولسمشر حامدکرزی په نړیواله کچه د هغو ځواکمنو رهبرانو له جملې څخه یو ښه مشر دی چې په پوره درایت سره یې خپل هېواد رهبري کړی.

حامدکرزي د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالتیا په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: دافغان امنیتي ځواکونو د یوشمېر ځوانو افسرانو په روزنه کې ښه پرمختګونه شوي دي خو لا هم افغانستان دې ته اړتیا لري چې ځواکونه یې وروزل شي او په پرمخ تللو وسلو سمبال شي چې وکولای شي هغه دندې چې اوس یې نړیوال ځواکونه ترسره کوي، دوی پخپله په یوازیتوب سره ترسره کړي او دا هېواد د ځواکمنو امنیتي بنسټونو خاوند شي.

له بلې خوا د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزیر وویل چې د افغانستان د جګړې لوری سمې خوا ته دی .

ده همداراز وویل چې امریکا ته له رسېدو وروسته به نوروهمکارانو ته قناعت ورکړي چې ستراتیژي کار ورکوي او هغه هدفونه ورباندې ترلاسه کېدای شي چې ولسمشربارک اوباما تېر کال ټاکلي وو او د پرتګال په لیزبون کې د ناټو مشزانو په خپله غونډه کې تایید کړل.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement