پوسټ کوډ ۴۰۲۰۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۳ لیندۍ ۱۳۸۹ ۰۸:۲۶

د پاکستان صدراعظم نن له افغان چارواکو سره ویني

د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا کیلاني نن کابل ته راځي چې له ولسمشرکرزي او نورو افغان چارواکو سره له ۲۰۱۴ وروسته افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي چارو د سپارلو او دوه اړخیزو اړیکو په باب خبرې وکړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې صدراعظم ګیلاني به د دسمبر په څلورمه(نن) او پنځمه د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي په بلنه دغه هیواد ته سفر وکړي.

له خبرپاڼې سره سم ، ښاغلی ګیلاني به په کابل کې له ولسمشرکرزي سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخیتا په باب خبرې وکړي چې دواړه خواوې پکې خپلې ګټې ویني اواهمیت ورکوي.دوی به همداراز په مجموع کې پر سیمه ییزو حالاتو هم د نظرتبادله وکړي.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم په دې سفر کې د افغانستان د ولسمشرله لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ، دوهم مرستیال کریم خلیلي، د ولسي جرګې له ريیس محمد یونس قانوني او د سولې د عالي شورا له مشربرهان الدین رباني سره وویني .

ښاغلی ګیلاني به له افغان سوداګرو سره هم په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

سیاسي کړۍ کابل ته د پاکستان د صدراعظم دا سفر مهم بولي ځکه چې د لیزبون د غونډې له موافقې وروسته ترسره کېږي چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تدریجي وتل او افغان امنیتي ځواکونو ته د دغه هیواد د امنیتي چارو سپارل یې تصویب کړل.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت وايي :« دا هیواد له ورورافغانستان سره اړیکو ته خاص اهمیت ورکوي.په تېرو دوو کلونو کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د ښه والي لور ته لوی ګامونه پورته شوي، په تېره بیا د اقتصادي اړیکو په برخه کې او همداراز د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ.»

پاکستان وايي چې د افغانستان په بیا رغونه کې یې مهم رول لوبولی او تراوسه پوري یې له دې هیواد سره د درې سوه ملیون ډالرو مرسته کړې ده.

تاند

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement