پوسټ کوډ ۴۰۰۵۱
نیټه خپرول: شنبه ۲۹ لړم ۱۳۸۹ ۰۹:۲۴

امریکا د لومړي ځل لپاره افغ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې راپور ورکړ چې د امریکا متحد ایالتونه د طالبانو پر ضد په نهه کلنه جکړه کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته جنګي ټانکونه لېږي.

ورځپاڼې د امریکا د حکومت د یوشمېر چارواکو او همداراز د دفاع وزارت د مقاماتو له قوله ویلي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس تېره میاشت افغانستان ته د جنګي ټانکونو د ورلېږلو پرېکړه وکړه.

واشنګټن پوسټ د امریکايي چارواکو، چې نومونه یې نه دي افشا کړي، له قوله لیکلي چې د ایم ۱ ابرامز ټانکونو یو ټولی به افغانستان ته واستول شي .دا ټانکونه به د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې امریکايي پوځیانو ته فرصت په لاس ورکړي چې له لېري واټنه دښمن په نښه کړي .

په پیل کې به شپاړس دا ډول ټانکونه واستول شي او د هلمند ولایت په ځینو سیمو کې به ترې کار واخیستل شي .

ورځپاڼه وايي چې تر دې وړاندې د کاناډا او ډنمارک پوځونو د افغانستان په جنوب لوېدیځ کې له کم شمېر جنګي ټانکونو څخه کار اخیستی وو.

امریکايي ځواکونو د شوروي پوځونو تجربې ته په پام سره هڅه کوله چې د افغانستان په جنګ کې ، چې چریکي جګړه ده ، د ټانکونو په شان له لویو وسلو کار وانحلي ځکه چې لویې وسلې په چریکي جګړو کې ډېرې ګټورې ثابتې شوې نه دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement