پوسټ کوډ ۴۰۰۴۷
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ لړم ۱۳۸۹ ۱۳:۴۱

جرمني: په افغانستان کې خپل پوځيان کموو

د جرمني د بهرنيو چارو وزير وايي هېواد يې په ٢٠١٢م کال کې په افغانستان کې خپل پوځيان په دې شرط کموي چې د پرتګال د مرکز ليزبون په غونډه کې د ناټو غړي هېوادونه تر ٢٠١٤کاله پورې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي چارو مسووليت سپارل ومني.

د جرمني د بهرنيو چارو وزير ګيودو ويسترويلې د (دي ويلت) ورځپاڼې په يوه مقاله کې وليکل، د امنيتي پرمختګ مسئله زموږ لپاره مهمه ده، چې خپل ځواکونه له ٢٠١٢م کاله راکم کړو.

جرمني دا خبره په داسې حال کې کوي، چې ځينو هېوادونو له وړاندې له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ايستلو خبره کړې ده. ښايي د ليزبون په غونډه کې هم په دې باب ځينې موافقې وشي.

جرمني عسکر د افغانستان په شمال کې فعال دي، که څه هم د دې هېواد پارلمان ويلي دي چې د دوى شمېر به ٥٣٥٠ ته زياتوي. دا مهال په افغانستان کې ٤٩٠٠ جرمني عسکر ماموريت لري.تر اوسه ٤٥ جرمني پوځيان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي. که څه هم د ناټو غړو هېوادونو او امريکا په تېرو کلونو کې زياته هڅه وکړه چې جرمني تشويق کړي د افغانستان ناامنو سيمو ته ځواکونه ولېږي خو دې هېواد په پرله پسې ډول انکار وکړ.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement