پوسټ کوډ ۴۰۰۳۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ لړم ۱۳۸۹ ۰۸:۳۱

امریکا غواړي چې د طالبانو مخالف قومونه وسله وال کړي

د اسوشیتید پريس خبري اژانس د راپور له مخې کله چې د الکوزو قوم په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې پاڅون وکړ، نه ايتلافي ځواکونو او نه هم د افغانستان حکومت د دوی ملاتړ وکړ.

طالبانو د الکوزیو پاڅون سمدستي وځاپه او د دې لپاره چې ټولو ته دا پیغام ورسوي چې دوی هغه چاته چې پرضد یې ګام پورته کوي سبق ورکوي ، د پاڅون مشر په پیک اپ موټر کې واچاوه او یوه بل ولایت ته یې یووړ.

دا درې کاله پخوا وو، هغه وخت چې افغانستان د بوش د حکومت لپاره لومړیتوب نه درلود، ايتلافي ځواکونو پوره امکانات نه درلودل او د افغانستان حکومت د قومي سیالیو له درکه اندېښنه لرله.

اوس، امریکايی پوځیان هیله لري چې دوی به الکوزیان وهڅولی شي چې دا وار به له پخواني هغه سره توپیر ولري.دوی غواړي چې قبایل او قومونه په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد وسلې پورته کړي .دا ولسوالي هماغه راز چې د بریتانوي ځواکونو لپاره خورا خونړۍ وه سږکال د امریکايي پوځیانو لپاره هم له تشدده ډکه وه.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال ډیویډ پیتراییس د سیمه ییز امنیتي ځواک تشکیل د طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره کلیدي ګڼي.

پیتراییس له دې ډول ځواکه د عراق په جنګ کې هم کار واخیست او هلته یې امنیتي حالت بدل کړ خو په افغانستان کې حکومت، چې تر ډېره د پخوانۍ شمال ټلوالې ترتسلط لاندې دی، د سیمه ییزو ځواکونو له پیاوړتیا سره مخالفت کوي .دوی په ظاهره پلمه کوي چې وسله والې ملېشې به د پخوا په شان بیا افغانستان بې ثباته کړي.

د درېم کنډک د پنځمې قطعې قومندان ډګروال جاسن موریس وايي :«موږ غواړو چې په ټوله سنګین ولسوالۍ، په تېره بیا پاسني سنګین کې سیمه ییز ځواکونه فعال کړو.»

ډګروال موریس تېره میاشت د سنګین ولسوالۍ د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخیست.

له کلونو راهیسي د پاسني سنګین کنټرول د طالبانو په لاس کې دی .د دې سیمې ډېری اوسېدونکي الکوزي دي.

طالبانو له دې سیمې څخه د مخدرو موادو د پیسو د ټولولو او د افغانستان د نورو سیمو د بې ثباته کولو لپاره کار اخیسی دی.

له دې سیمې د کجکي بند ته سړک هم تېر شوی دی ،چې د افغانستان په جنوب کې د برېښنا د تولید تر ټولو لویه او مهمه سرچینه ده.

د دغه بند له ټول ظرفیته کار نه اخیستل کېږي ځکه چې د امنیت د خرابوالي له کبله د درېیم توربین د نصبولو لپاره لازم وسایل نه شي ورانتقالېدای.

په هلمند کې د ناټو جګپوړی قومندان ډګرجنرال ریچارډ میلز هیله لري چې له الکوزو سره جوړجاړی به ممکن وضعیت یو مخ بدل کاندي.

دی وايي:«تر ټولو اسانه حل لاره به سیاسي لار وي ځکه دوی (الکوزي) وايي چې طالبان نه شي زغملی او موږ غواړو چې هلته سیمه ییز پولیس تشکیل کړو او د سړکونو امنیت یې له پوځي لارې وساتو.»

د بریتانیا د حکومت سلاکار فیل ویدریل وايي د الکوزو ځینو مشرانو یو ځل بیا له دې سره لېوالتیا ښودلې چې د طالبانو په وړاندې راپورته شي ، خودوی په دې کې شک لري چې د امریکا سمندري پلي ځواکونه او د افغانستان حکومت به یې سم ملاتړ وکړي او کنه.

فیل ویدریل له ۲۰۰۹ څخه په سنګین ولسوالۍ کې کار کړی او له الکوزیو سره نژدې اړیکې لري.

دی وايي:«الکوزیانو تل غوښتي چې بېرته له حکومت سره نژدې شي ، له بده مرغه ، ناټو هلته لږ اعتبار لري او دا هغه څه دي چې موږ باید پرې کار وکړو او ثابته کړو چې د دوی ملاتړ کوو.»

الکوزیو لومړی ځل د ۲۰۰۷ ع کال په مې کې پاڅون وکړ، ځکه چې دوی په خپله سیمه کې د بهرنیو او د افغانستان د نورو سیمو د طالبانو له حضوره په تنګ راغلي ول. ډېری طالبانو د الکوزیو د سیالو قومونو سره تړاو درلود.

د ویدریل په وینا د افغانستان حکومت او ايتلافي ځواکونو د مرستې لپاره د دوی غوښتنه رد کړه ځکه چې دوی امکانات نه درلودل او له بلې خوا دا وېره وه چې د قومونو ترمنځ به توربورګلوۍ پیل شي.

په سنګین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونود عملیاتو یوه مسوول ډګرمن رابرټ ریفور وايي ځینو الکوزیو د طالبانو ملګرتیا پرې ایښې ده.الکوزي غواړي چې په حکومت کې یې رول وي.

خو د سنګین ولسوال محمد شریف وايي چې دی د سمندري پلیو ځواکونو له دې غوښتنې سره موافق نه دی چې الکوزیو ته وايي هرڅه چې دوی غواړي مخکې تر دې یې ورکوي چې د طالبانو پرضد پاڅون وکړي.

شریف وویل :«دوی ښايي لوژیستیکي ملاتړ، خوراکي مواد، مهمات او وسلې وغواړي. خو موږ ته پکار ده چې سر له اوسه د دوی ملاتړ وکړو څو دوی یو وار بیا په خپلو پېښو ودرېږي.»

تاند

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement