پوسټ کوډ ۳۹۶۲۲
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۱ تله ۱۳۸۹ ۱۰:۳۴

د نړیوالو ځواکونو دوې الوتکې ویجاړې شوې

د
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې د کابل د هوايي ډګر ريیس محمد یعقوب رسولي وویل چې دا الوتکه د بګرام له هوايي اډې الوتلې وه خو د ماسخوتن په شاوخوا اته بجې د ښار ختیځ لور ته ټیټه شوه.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس یوه عکاس د پېښې ځای ته نژدې په لوړه کې د اور لمبې لیدلې دي.

تردې دمه د دې الوتکې د لوېدو علت نه دی څرګند شوی.د سې شنبې په ماښام او ماسخوتن، یعنې د الوتکې د لوېدو په وخت، هوا ښه وه.

ښاغلي رسولي وویل ، ګومان کېږي چې په دې الوتکه کې درستې اته تنه سپرلۍ وژل شوې وي.خو افغان او ناټو ځواکونه د الوتکې د موندلو هلې ځلې کوي.

د ناټو یوه ویندوی جېمزجج وویل:«موږ لا هم هیله لروچې ژوندي پاتي شوي کسان ومومو،موږ لا هم پلټنې کوو.»

الوتکه د بګرام له هوايي اډې والوتله،چې د کابل له هوايي ډګر سره پنځوس کیلومتره فاصله لري خو څرګنده نه ده چې چېرته تلله.

جج وویل چې دې الوتکې د امریکا له یوې شخصي بارچلوونکې هوايي کمپنۍ (نشنل اییر کارګو)سره تړاو درلود.د دې هوايي شرکت د ريیس پیترسن موري سکرتر د سې شنبې په ورځ وویل چې نوموړی چمتو نه دی چې په دې باب سمدستي خبرې وکړي.

ده په دې باب هم له څه ویلو ډډه وکړه چې په الوتکه کې څه بار ول.

ناټو ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا الوتکه د کابل د هوايي ډګر د ختیځ په شپاړس کیلومترۍ واټن کې غورځېدلې ده.

له دې سره په یوه ورځ د ناټو ځواکونو یوه څرخکه د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو په راکټي برید کې وچاودېدله . په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ژوبل شوی دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement