پوسټ کوډ ۳۹۵۹۱
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۹ تله ۱۳۸۹ ۱۲:۰۵

کرزي تایید کړه چې له یوې مودې راهیسي له طالبانو سره خبرې کوي

د افغانستان ولسمشرحامد کرزي په یوه مرکه کې تایید کړه چې له وسله والو طالبانو سره له یوې مودې راهیسي غیررسمي خبرې کوي.

ولسمشرکرزي له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د وروستي راپور په باب ،چې له طالبانو سره په کابل کې پټې خبرې روانې دي، وویل:«موږله طالبانو سره لکه د یوه هیواد اوسېدونکي چې له یوبل سره خبرې کوي ، ږغېږو.»

واشنګټن پوسټ تېره اوونۍ د افغان او عربي سرچینو په قول راپور ورکړی وو چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د کوټې د شورا استازي په کابل کې په لوړه سویه پټې خبرې کوي.

وروسته نورو سرچینو افشا کړه چې په دې خبرو کې، چې د کابل په سرینا هوټل کې ترسره شوې،د پاکستان استازو هم ګډون درلود.

د سي این این تلویزیون له مشهور مرکه کوونکي ژورنالیست(لاري کینګ) سره د ولسمشرکرزي بشپړه مرکه به نن خپره شي.

ده په عین حال کې وویل چې له طالبانو سره دا تماسونه د منظمو رسمي تماسونو بڼه نه لري چې ټاکلی ادرس ولري بلکې تر ډېره غیررسمي شخصي تماسونه دي چې له ډېرې مودې راهیسي دوام لري.

د دغو راپورونو له خپرېدو وروسته سپینې ماڼۍ له طالبانو سره د پخلاینې په اړه د افغانستان د حکومت د خبرو اترو د هڅو ملاتړ وکړ، خو په عین حال کې یې وویل چې امریکا په خپله د کابل د حکومت او طالبانو په خبرو کې شامله نه ده.

د سپینې ماڼې ویاند رابرت ګیبس وویل امریکا د وسله والو طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د حکومت د روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوي، خو په خپل پخواني دریځ ټینګار کوي چې طالبان باید له جګړو لاس واخلي، له القاعده سره اړیکې وشلوي او د افغانستان اساسي قانون ومني.

ګیبس وویل امریکا له طالبانو سره په هیڅ ډول خبرو کې مستقیما ښکیله نه ده او دا د افغانستان د حکومت مسله ده چې له چاسره غواړي خبرې وکړې.



ولسمشرکرزي په وروستیو کې له طالبانو سره د سولې د عالي شورا غړي هم اعلان کړل چې پرون یې برهان الدین رباني مشر وټاکل شو.



کرزي سی این این ته وویل اوس چې د سولې عالي شورا جوړه شوې هیله لري چې دا خبرې به رسمي او لاجدي دوام وکړي.



ولسمشرکرزي په عین حال کې وویل چې د طالبانو له کوم پېژندل شوي مقام سره رسمي خبرې نه دي شوي.خو دی هیله لري چې ژر داسي خبرې پیل شی.



کرزي له اوباما سره د خپلو اړیکو په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل :«له ولسمشراوباما سره اړیکې ډېرې ښې دي.موږ منظم ارتباط لرو.»



کرزي له دې سره سره دا هم وویل چې افغانان وېره لري چې امریکا به دوی په میدان پرېږدي.

«دا هغه شی دی چې زه نه یم توانېدلی چې افغانانو ته اطمینان ورکړم او هیله لرم چې د امریکا متحد ایالتونه او زموږ نور متحدان به په ښه ډول راسره مرسته وکړي چې موږ افغانان ډاډه کړای شوچې مشارکت او همکاري مو دوامداره ده او افغانستان به له اوسني حالته ووځي ،او یو پیاوړی ، اغېزمن او د ښه اقتصاد درلودونکی دولت به ترې جوړ شي.»

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement