پوسټ کوډ ۳۹۱۹۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۶ وږی ۱۳۸۹ ۱۱:۰۵

ناټو د ٢٠٠٠ نورو ځواکونو غوښتنه کړې

د ناټو چارواکي وايي په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان د دوه زره نورو بهرنيو ځواکونو غوښتنه کړې چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې په جګړه کې برخه واخلي، که څه هم په هغو هېوادونو کې چې په افغانستان کې عسکر لري، د افغانستان له جګړې د خلکو ملاتړ کم شوى دى.

د ناټو چارواکي وايي د ايساف ځواکونو د غښتلتيا په هدف دغه غوښتنه د ډېوېډ پټرايوس له خوا تېره اوونۍ شوې وه، د دې تر څنګ د ٧٥٠ نور پرسونل غوښتنه هم شوې، چې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه واخلي.

د ناټو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، رويټرز اژانس ته ويلي، ”دا مشخصه شوې ده چې د شا و خوا د ٢٠٠٠ ځواکونو غوښتنه وشي خو پر دې پرېکړې بحث روان دى“

دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ واشنګټن ته د ناټو د عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن تر سفر مخکې شوې ده، خو په کابل کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس د دفتر چارواکو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د ناټو يوه چارواکي اژانس ته ويلي فکر کوي امريکا به پر يونيم لکو بهرنيو ځوکونو ځينې نور عسکر ور زيات کړي، خو متحد هېوادونه هڅه کوي له امريکا پرته د نورو هېوادونو شراکت هم زيات کړي.

ناټو هڅه کوي د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي، له دې کبله غواړي د ناټو ٢٨ غړي هېوادونه وهڅوي چې په دې برخه کې د ايساف لاسنيوى وکړي او له جګړې څخه د خلکو کم شوى ملاتړ زيات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د يوې خپلواکې څارونکې انټرنېټ پاڼې په حواله، د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د روان ميلادي کال د وژل شويو بهرنيو عسکرو شمېر پنځه سوو ته زيات شو، حال دا چې تېر ميلادي کال دغه شمېر ٥٢١ و.

ناټو هيله لري چې د ٢٠١١م کال تر اکتوبر پورې د افغان ملي اردو شمېر يولک يو اويا زره او شپږ سوه ته زيات کړي دغه راز د افغان پوليسو شمېر يولک څلوردېرشو زرو ته ورسوي. افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي دي چې تر ٢٠١٤م کاله پورې بايد افغان ځواکونه د امنيت ساتنې پوره مسووليت واخلي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement