پوسټ کوډ ۳۹۰۸۵
نیټه خپرول: يکشنبه ۷ وږی ۱۳۸۹ ۰۸:۴۳

افغانستان د نیویارک ټایمز راپور رد کړ

د افغانستان حکومت د نیویارک ټایمز ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ویلي یې وو د ولسمشرکرزي نیمايي همکاران د امریکا د سي آی اې معاش خواره دي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې دا هم ویل شوي وو چې د کرزي د ادارې ډېرو نورو لوړپوړو غړیو ته ایران، ترکیه او سعودي عربستان معاش ورکوي.

د جمهوري ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې بهرنیو استخباراتي ادارو تل هڅه کړې چې په نورو هیوادونو په تېره بیا جنګ ځپلي افغانستان کې نفوذ وکړي.خو د افغانستان دولت خپل ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته د تعهد پراساس د دې مسلې په وړاندې ډېر جدي دی، دا ډول ادعاوې توهین بولي او په حساسیت یې تعقیبوي.

د ولسمشرکرزي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي :«د یوشمېر رسنیو له لوري د دا ډول ادعاووو خپراوی ،چې د مطبوعاتي جګړې د دوام لپاره د ځینوسیاسي کړیو له خوا رهبري کېږي، زموږ لپاره د تعجب وړ نه دی.»

په خبرپاڼه کې د نیویارک ټایمز راپور د تروریستانو پرپناهځایونو له حملې په بله د پام اړولو او د افغان چارواکو د بدنامولو لپاره هڅه بلل شوې ده.

افغان چارواکو په وروستیو کې له امریکا بیا بیا غوښتنه کړې چې پام په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو له منځه وړلو ته واړوي ځکه چې تر څو د تروریستانو اصلي مرکزونه له منځه نه وي تللي ، د تروریزم پرضد جګړه نه شي بریالۍ کېدای.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشرحامد کرزي له امریکا په کلکه وغوښتل چې د خپلو پوځي هلوځلو پام له افغانستانه دباندې د تروریستانو پناهځایونو ته واړوي .کرز

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement