پوسټ کوډ ۳۹۰۸۱
نیټه خپرول: شنبه ۶ وږی ۱۳۸۹ ۱۲:۴۷

خوست: طالبانو د بهرنیو ځواکونو پر اډو برید کړی

وسله والو طالبانو خوست ښار ته څېرمه لسګونه وسله والو طالبانو د ناټو او ایتلافي ځواکونو پر اډو برید کړی، چې له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې د ادعا خبره شوې ده.

ناټو وايي وسله والو طالبانو نن سهار ملا بانګ مهال د دوی پر اډو توغندي وتوغول او بیا يې د سپکو او درنو وسلو مخمخ بریدونه پيل کړي.
برید څلور بجې پیل شو او تر اتو بجو پورې يې څلور ساعته دوام وکړ.

په جنوب ختیځ کې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي خوست ښار ته څېرمه په سلارنو (سهار باغ) او (چپمن - زاړه هوايي ډګر) اډو برید کې ۱۱ برید کوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

که څه هم ناټو د خپلو تلفاتو په اړه څه نه وايي، خو وسله والو طالبانو ويلي چې په برید کې يې ګڼو بهرنیو او افغان عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ایساف ځواکونو یوه تن ویاند کاتي کندریک د برید پخلی کړی، خو ډېر جزييات يې نه دي ورکړي.

د طالبانو يوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وويل د ناټو ځواکونو يوه چورلکه یې جنګیالیو راغورځولې، خو ناټو ويلي چې د چورلکې د کښېناستو پرمهال يې دوه پوځيان ټپيان شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه ۲۸ په وسلو سنبالو طالبانو د ناټو او ايتلافي ځواکونو پر اډې لومړی توغندي وتوغول او بیا يې مخامخ برید پيل کړ.


ذبیح الله مجاهد وايي چې له برید کوونکو ۲۰ کسان يې له برید وروسته په تېښته بریالي شوي، خو د وژل شوو طالبانو په اړه يې څه ونه ویل.

بل خوا د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحق زي بي بي سي ته وویل پولیسو هم په دې برید کې ګډون کړی، چې له چاودېدونکو توکو يوه ډکه مازدا يې نیولې ده.

له دواړو اډو سره څېرمه د ولسي خلکو د استوګنې ځایونه دي.

له دې برید سره ناټ، خوست ښار ته د پنځو ولسوالیو لارې تړلې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په خوست کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې دا ډول ډله ييز بریدونه کېږي.

وړاندې هم په خوست کې د ولایت پر مقام، امنیه قوماندانۍ، استخباراتو او د بهرنیو ځواکونو پر اډو ورته بريدونه شوي ول.

د بهرنیو ځواکونو پر دغې اډې د تېر ۲۰۰۹ کال په دسمبر میاشت کې هم ورته ځانمرګی برید وشو، چې د د اردن د استخباراتو یو جګپوړی غړی او د امریکا د استخباراتو اووه غړي پکې ووژل شول.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement