پوسټ کوډ ۳۹۰۴۳
نیټه خپرول: دوشنبه ۱ وږی ۱۳۸۹ ۱۲:۲۹

په بغلان کې د نړېوالو ځواکونوپه عملیاتو کې ۱۷ ملکیان وژل شوي

د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوال محمداسماعیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پوځي عملیات د بهرنیو ځواکونو د هلیکوپټرو په وسیله د تاله و برفک ولسوالۍ د تیرګران په سیمه کې تېره ورځ شوې، چې په پایله کې یي شپږ ملکي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره دغو ځواکونو د دغې سیمې یوولس نور ملکي وګړي له ځانه سره بیولي دي، د ولسوال په خبره دغه عملیات د افغان ځواکونو له همغږی پرته تر سره شوې، خو نړېوالو ځواکونو د دغې پېښې په اړه او د سیمه ایزو چارواکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement