پوسټ کوډ ۳۸۸۹۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۱ زمری ۱۳۸۹ ۱۳:۲۹

بریتانیا نورې جنګي الوتکۍ افغانستان ته استوي

د بریتانیې د دفاع وزیر پرون په هلمند کې وویل دغه هېواد په افغانستان کې د خپلو پلو عسکرو د ملاتړ لپاره دوې نورې تورنادو ډوله جنګي الوتکۍ افغانستان ته استوي.

لیام فاکس، چې پرون يې په ناڅاپي توګه هلمند ولایت ت سفر وکړ وویل چې، دغه الوتکۍ به په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس له غوښتنې سره سم په عملیاتو کې برخه واخلي.

د جرمني خبري اژانس وایي، چې د بریتانیې د شاهي ځواکونو اته تورنادو ډوله الوتکۍ لا د مخه افغانستان ته استول شوي دي.

د بریتانیې دفاع وزیر وویل چې، تورنادو ډوله جنګي الوتکۍ د دوی د پلو پوځیانو اساسي ملاتړ کوي او له هوا نه د ماینونو خلاف عملیات پرمخ بیایي

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement