پوسټ کوډ ۳۸۶۳۴
نیټه خپرول: جمعه ۱ زمری ۱۳۸۹ ۱۲:۰۰

مولن له پاکستاني چارواکو سره د امریکا پر اندېښنې خبرې کوي

د امریکا لوی درستیز نن اسلام اباد ته په داسي حال کې ورسېد چې د دغه هیواد په خاوره کې د مېشتو سخت دریځو ډلو له حضوره د امریکایايي چارواکو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.



اډمیرل مایک مولن به ،چې له هندي چارواکو سره له خبرو وروسته پاکستان ته تللی ، د دغه هیواد له چارواکو سره په پاکستان کې د افراطي مسلمانو ډلو په اړه خپلې اندیښنې پاکستاني چارواکو ته ورسوي. دغه ډلې تورنې شوې دي چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو پرضد بریدونه کوي.

مولن په داسي حال کې په پاکستان کې د سخت دریځو ډلو پر شتون اندېښنه ښيي چې تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیوچارو وزیرې د پاکستان د سفر په ترڅ کې د پاکستان د تروریستي ضد هلوځلو په خاطر دې هیواد ته د پنځه سوه ملیون ډالرو نورې مرستې اعلان وکړ.تر دې وړاندې د همدې ډول هڅو په خاطر امریکا پاکستان ته اووه ملیارد ډالره جایزه ورکړې وه.



اډمیریل مایک مولن پرون په نوي ډیلي کې د جلال الدین حقاني د ډلې په ګډون په پاکستان کې د افراطي ډلو شتون د اندېښنې وړ وباله. ده د حقاني ډله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ یاده کړه او ویې ویل، چې د حقاني د ډلې په اړه یې څو څو ځله له پاکستانه غوښتې دي چې مخه یې ونیسي.



مایک مولن چې دوه ورځې په هند کې و دا هم وویل چې د پاکستان د استخباراتو اداره بدلون ته اړتیا لري، د افراطیانو د ځپلو لپاره ای ایس ای اساسي تغییر ته اړتیا لري.

مایک مولن به نن د پآکستان له لوی درستیز جنرال اشفاق پرویز کیاني سره وګوري بیا به له صدراعظم یوسف رضا ګیلانی سره به خبرې وکړي.


بل لور ته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچارد هولبروک د جمعي په ورځ وویل چې پاکستان د افغانستان د حکومت له لوري د سولې له هلوځلو سره ترپخوا همکاري زیاته کړې ده خو د پاکستان همکاري په هغه اندازه نه ده چې امریکا یې غواړي.


ریچارد هولبروک ،چې تازه د پاکستان له سیال هیواد هند څخه بریتانیا ته تللی، د پاکستان له لوري په څو برخو کې شویو پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د پاکستاني سخت دریځو پرضد پراخ عملیات کړي، خو د افغان طالبانو د حقاني شبکې پرضد اقدام نه کوي او دا حقیقي ستونزه ده.

ریچرد هولبروک چې د بریتانیا له لوی درستیزډیویډ ریچارډز او د بریتانیا له ملي سلاکارپیټرریکیټس سره له کتنې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، همداراز څرګنده کړه چي د پاکستان له همکارۍ پرته به د افغانستان جګړه دوام وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي ټنګار وکړ چې پاکستان همکاري کوي خو دا مرستې لا هغه حد ته نه دي رسېدلي چې تاسو یي هیله لرئ چې باید وي.

د پاکستان د پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې عملیات د نړیوالوځواکونو له لوري په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره مهم ګڼل کېږي خو پاکستان په دې باور دی چې

د حقاني له شبکې استفاده وکړي او هغه له ولسمشر کرزی سره د روغې خبرو ته کښینوي څو په دې ډول په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونیسي. اسلام اباد دا اندیښنه لري چې د راتلونکي میلادي کال له جولای وروسته که چیرته امریکایي عسکر له افغانستانه وتل پیلوي هلته هند خپل نفوذ زیات نه کړي.

مایک مولن به له پاکستاني چارواکو سره د امریکا پرمرستو هم وږغېږي.

تاند

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement