پوسټ کوډ ۳۸۴۴۴
نیټه خپرول: سه شنبه ۲۲ چنګاښ ۱۳۸۹ ۱۴:۰۸

یوه افغان عسکر ۳ بریتانوي پوځیان ووژل

په هلمند ولایت کې یوه افغان سرتېري نن درې بریتانوي عسکر ووژل او دوه نور یې سخت ټپیان کړل.

د هلمند امنیتي مقاماتو د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې افغان سرتېري هغه مهال پر بریتانوي پوځیانو لشکرګاه ته نژدې برید وکړ چې له هغوی سره په ګډه ګزمه وتلی وو.

په همدې حال کې ناټو په یوه اعلامیه کې وویل چې نن د دوی درې پوځیان د افغانستان په جنوب کې وژل شوي دي.په اعلامیه کې نورجزییات نه دي ځرګند شوي.

د ناټوترمشرۍ لاندې ایساف څواکونه عموماً د خپلو وژل شویوعسکروملیت او د وژل کېدو دقیق څای نه ښيي.

دا دوهم څل دی چې د افغانستان د امنیتي څواکونو له منڅه پر بریتانوي پوڅیانو برید کېږی.تېرکال هم یوه پولیس په هلمند ولایت کې یوشمېر بریتانوي پوڅیان وژلي وو او په تزښته بریالی شوی وو.

په لوګرکې د احصاییې رييس ووژل شو

له بلې خوا د لوګرد والي ویاند وویل چې د دې ولایت د څرخ ولسوالۍ د احصاییې رییس نن هغه وخت د وسله والو سخت دریڅو له لوري وویشتل شوچې د سهار له لمانخه کور ته روان وو.

ویاند وویل چې له دې جلا په بل برید کې یو بل مقام سخت ټپي شو.د ده په وینا د لوګرولایت د ملکي خدماتو د اصلاحاتو رييس هم نن سهارد ولایت په مرکز پل علم کې وویشتل شواو اوس په روغتون کې دی.

د لوګرد والي ویاند دین محمد دروېش وویل د څرخ ولسوالۍ د احصاییې رييس ګل محمد وروسته له دې وویشتل شو چې له لمانخه د کور لور ته روان وو.

که ځه هم تردې دمه د دې حملې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو دا ډول حملې طالبان کوي.

پرون د افغانستان د بشري حقونود څار ادارې په یوه راپور کې وویل چې د سږکال په لومړیو شپږو میاشتوکې تر زرو زیات ملکیان وژل شوي چې تر شپېته فیصده ډېر یې د وسله والو طالبانو په ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې په چاودنو کې وژل شوي دي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement