پوسټ کوډ 38427
نیټه خپرول: سه شنبه 22 چنګاښ 138908:28

روسیه حاضره ده چې افغانستان ته وسلې ورکړي خو د څرخکو په ورکولو غور کوي

په ناټو کې د روسیې دایمي استازي دیمیتري راګوزین نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه به روانه اوونۍ پرېکړه وکړي چې افغانستان ته روسي هیلي کوپترې ورکړي.

ده وویل :«فکرکوم دا پرېکړه به مخکې تردې وشي چې د ناټو مشران او سفیران په رخصتۍ ولاړ شي.له معمول او مقرراتو سره سم د ناټو د سفیرانو او مشرانو رخصتي د جولای په دوهمه نیمايي کې پیلېږي.پرېکړه (افغانستان ته د هیلي کوپترو د ورکولو)به ترهغه وخته وشي.»

احتمال لري چې روسیه د افغانستان ملي اردو ته یوشمېرمیل مي اوولس (Mil Mi-17)هیلي کوپترې ورکړي.

په ناټو کې د روسیې دایمي استازي دیمیتري راګوزین وویل دی هیله لري چې حکومت به یې په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

ده دا هم وویل چې حاضردمه کارپوهان په دې مسله سلا مشوره کوي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د روسیې سفیراندري اویتسیان وویل چې مسکو چمتو دی چې افغانستان ته وسلې ورکړي.

ده نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل:«موږ بیا بیا تایید کړې چې تیار یو افغانستان ته وسلې او مهمات ورکړو.موږ چمتو یو چې دا کار وکړو.»

د افغانستان لپاره د روسیې سفیردا هم وویل چې د افغانستان د ملي اردو ډېره وسله روسي ده.دوی غواړي چې موجوده وسله یې ترمیم او پرمختللې شي او نوره وسله هم ترلاسه کړي.

د روسیې سفیر دا هم وویل چې لوېدیځو هیوادونو افغان ځواکونو ته د ټیټ کیفیت وسله ورکړې .

ده همداراز وویل چې په دې هم خبرې روانې دي چې په نورو هیوادونو کې جوړېدونکې روسي وسلې د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره واخیستل شي خودا ډول وسلې ښه کیفیت نه لري، مثلاً دا ډول وسلې له دوه سوه ډزو وروسته ممکن له کاره ولوېږي .
په کابل کې د روسیې سفیر زیاته کړه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په شمول امنیتي اورګانونو بیا بیا له دې ډول وسلو شکایت کړی دی.

د روسیې سفیر اندري اویتسیان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان حکومت د دې ضمانت ورکولی شي چې روسي وسله به د تروریستانو لاس ته نه ورځي ، وویل :«یقیناً چې موږ به داسي غوښتنه ترې وکړو چې روسي وسله د تروریستانو لاس ته ورنه شي .»

تاند

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement