پوسټ کوډ ۳۸۳۸۹
نیټه خپرول: شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۳۸۹ ۱۳:۰۴

خوست ګردېز په لویه لار د نړیوالو ځواکونو په کاروان چاودنه وشوه

د خوست – ګرديز پر لاره د اسماعيل خېلو په سيمه كې د ايتلافي ځواكونو پر كاروان نن سهار د بم چاودنه وشوه.

د خوست د والي وياند مبارز ځدراڼ پېښه تایيدوي، خو د تلفاتو په اړه يې نور جزيات نه دي وركړي.

طالبانو د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او وايي، دا يوه ځان وژونكې حمله وه، چې لس بهرني سرتيري په كې وژل شوي او دوه موټره يې له منځه تللي.

چارواكو د دوى ادعا نه ده تاييد كړې.

ايتلافي ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي





ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement