پوسټ کوډ ۳۸۳۴۹
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۷ چنګاښ ۱۳۸۹ ۰۸:۴۵

هسپانیا به په پایلوبه کې له هالنډ سره مخامخ شي

د هسپانیا د فوټبال ملي ټیم تېره شپه د جنوبي افریقا د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د اتلولیو په نیمه پایلوبه کې د جرمني پیاوړي ټیم ته ماته ورکړه.

دا د فوټبال په نړیوالو اتلولیو کې لومړی ځل دی چې د هسپانیا ټیم د نړیوال جام پایلوبې ته بریالی کېږي.

جرمني چې په روانو اتلولیو کې د استرالیا، ارجنتاین او انګلیستان ټیمونو ته په ډېرو ګولونو ماتې ورکړې وې ، پرهسپانیا یې یو په صفر وبایلله.



د هسپانیا ګول د لوبې په دوهمې نیمايي کې کارلوس پویول وواهه.هسپانیا سربېره پر دې چې ګول وواهه لوبه هم په سلو کې ۶۱ په خپل کنټرول کې لرله .



دا مسابقه د جنوبي افریقا په دوربان ښار کې وشوه چې لیدلو ته یې یو شپېته زره نندارچیان په لوبغالي کې راټول شوي ول.



هسپانیا به په پایلوبه کې له هالنډ سره مخامخ شي او جرمني به له یوروګوای سره د درېم مقام د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

پایلوبه به د یکشنبې په ورځ(جولای۱۱) او د درېم مقام لپاره د جرمني او یوروګوای مسابقه به د جمعې په ورځ(جولای۱۰) ترسره شي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement