پوسټ کوډ ۳۸۱۸۸
نیټه خپرول: دوشنبه ۷ چنګاښ ۱۳۸۹ ۰۹:۱۷

د بریتانیا لوی درستیز: له طالبانو سره د خبرو وخت راغلی

د بریتانیا لوی درستیز جنرال دیویډ ریچاردز ، چې یو وخت په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان وو، بي بي سي راډیو ته په مرکه کې وویل :«که په تاریخ کې د بلوا ضد هرې مبارزې ته وګورئ ،تل یوه مرحله داسي راځي چې باید له یوبل سره خبرې وشي خو زه نه پوهېږم چې په افغانستان کې باید دا کار څه وخت پیل شي.»

ده دا هم وویل چې دا د ده کاملاً شخصي نظر دی او زیاته یې کړه :«فکرکوم هیڅ دلیل نشته چې دا ډول خبرې ولې باید ژر پیل نه کړو.خو ورسره پکار ده چې په دواړو پوځي اوحکومتدارۍ او انکشافي برخو کې خپل کار ته دوام ورکړو څو دا یقیني شي چې طالبان داسي ګومان ونه کړي چې موږ تسلیمېږو.دا یوه همزمانه پروسه ده او دواړه یوشان مهمې دي.»

تېره میاشت په کابل کې د سولې ملي مشورتي جرګې له وسله والو طالبانو سره د خبرو، د ملګروملتو له تور لیسته د هغوی د مشرانو د نومونو د ایستنې او په خپل منځ کې د اعتماد د رامنځته کولو لپاره د طالب بندیانو د نومونو د ایستلووړاندیز وکړ.

تاند

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement