پوسټ کوډ ۳۸۱۳۲
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳ چنګاښ ۱۳۸۹ ۱۴:۱۵

ارزګان کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه پولیس وژلي شوي

د ارزګان ولايت چارواكي وايي، د دې ولايت په چوري ولسوالۍ كې د سړك د غاړې په يوې چاودنې كې اوه پوليس وژل شوي دي.

د ارزګان د امنيې قوماندان مرستيال، سمونمل ګلاب خان ازادي راډيو ته وويل، چاودنه نن له غرمې مخكې د هغو پوليسو په موټر وشوه، چې په سيمه كې د سړك جوړونې د كمپنۍ د كاركوونكو د امنيت لپاره ګمارل شوي و.

نوموړی وایي، د پيښې په ارتباط دوه مشكوك كسان نيول شوي او تحقيقات ترې روان دي.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement