پوسټ کوډ 37978
نیټه خپرول: يکشنبه 30 غبرګولی 138910:39

نن د دولتي چارواکو د شتمنیو لیست اعلانېږي

ټاکل شوې ده چې له اداري فساد سره د مبارزې او څارنې اداره د اداري فساد له مخنیوي سره د مرستې په نیت له نن ورځې د یوشمېردولتي چارواکو او مامورینو د شتمنیو لیست خپورکړي.

له اداري فساد سره د مبارزې او څارنې اداره وايي چې د شنبې له ورځې څخه به د ټولو حکومتي چارواکو او مامورینوشتمنۍ اعلان کړي.

د دې ادارې رييس محمدیاسین عثماني ویلي چې په لومړي ګام کې به د جګپوړو چارواکو لکه د ولسمشر، د هغه د مرستیالانو، د سترې محکمې د ريیس ، د دې محکمې دغړيو، لوی څارنوال او د کابینې د غړيود شتمنیو لیست خپور کړي.

ده د دې کار هدف په هیواد کې د اداري فساد د مخنیوي لپاره مخنیوونکی اقدام وباله.

د نړیوال شفافیت د ډلې له راپور سره سم افغانستان په نړۍ کې له سومالیا وروسته په فساد ترټولو زیات ککړ هیواد دی .

ښاغلی عثماني وايي چې دا لومړی ځل دی چې د دولتي چارواکو شتمنۍ اعلانوي .


ولسمشرکرزي ترانتخاباتو وړاندې خپله شتمني اعلان کړې وه او ویلي یې وو چې نور هم باید خپله شتمني اعلان کړي.


له اداري فساد سره د مبارزې او څارنې د ادارې مشر وايي چې نن به د دوو زرومامورینو او چارواکود شتمنیو فورمې خپرې کړي.

د ده په وینا د دغو فورمو خپرېدا به مرسته وکړي چې خلک پوی شي د دوی دولتي مقاماتو په څه ډول پیسې او شتمنيۍ ټولې کړې دي .

ده دا هم وویل چې د چارواکو او دولتي مامورینو د شتمنیو د مالومولو لپاره له بېلابېلوشیوو کاراخلي مثلاً د هغوی له ګاونډیانو پوښتنې کوي او بانکونو ته مراجعه کوي.

د ولسمشرکرزي حکومت د نړیوالې ټولنې په تېره بیا له افغانستان سره د لویو مرسته کوونکو هیوادونو ترسخت فشار لاندې دی چې اداري فساد ختم کړي.

راپورونه وايي چې اداري فساد په افغانستان کې له ناامنۍ سره مرسته کړې اوترڅو چې سالمه او له فساده پاکه اداره نه وي جوړه شوې ګرانه ده چې حکومت دې د خلکو کلک ملاتړ ترلاسه کړي.

د افغانستان په حکومت کې د پراخ فساد د موجودیت له کبله ډېرکسان ،چې کولی شي ، د حکومت محکمو ته د مراجعې پرځای د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي.سره له دې چې د طالبانو محکمې انقلابي محکمې دي اود قضیو د څېړلو لپاره نه درګونې مرحلې لري او نه متهم د مدافع وکیل د لرلو چانس مومي خوخلک د طالبانو محکمې په دې خاطرغوره بولي چې د حکومت د هغو په شان پکې فساد او رشوت خوري عامه نه ده .

تاند

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement