پوسټ کوډ ۳۷۹۱۶
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۲:۰۰

د افغانستان ولسمشر نن په توکیو کې د جاپان له صدراعظم سره ګوري

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان ولسمشر د جاپان له چارواکو سره په توکیو کې وګوري. د فرانس پریس اژانس په وینا ناوتوکان چې تیره اونۍ د جاپان صدراعظم وټاکل شو نن به له حامد کرزي سره په افغانستان کې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د چهارشنبې په ورځ په واشنګتن کې د امریکا د متحد ایالاتو د ولسمشر جګپوړیو پوځي پلان جوړونکو له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو دستراتیژۍ دفاع وکړه.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وړاندیز کړی دی چې له دوه زره یولسم کاله ورو ورو له افغانستانه خپل پوځیان وباسي.

د دې ستراتیژۍ ملاتړ په افغانستان او عراق کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرویس وکړ او د امریکا مشرانو جرګې ته یې وویل چې د راروان میلادي کال له جولای څخه به د پوځیانو وتل له افغانستانه پيل شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن سهار په توکیو کې د جاپان له پاچا اکیتو سره ولیدل وروسته به د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر کاتسویا اوکادا سره خبرې وکړې او بیا به له ټاکلې جدول سره سم د جاپان له نوي صدراعظم ناوتوکان سره وګوري. وروسته تر دې لیدنې به حامد کرزی په توکیو کې خبرې غونډې ته خبرې وکړيجاپان ته د حامد کرزي دا څلورم رسمي سفر دی او وروسته تر دې چې تیر نومبر د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو دا جاپان ته د ده لومړی سفر دی. د جاپآن د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند کازو کوداما فرانس پریس اژانس ته وویل، د افغانستان حکومت چې له کومو ستونزو سره مخامخ دی توکیو وروسره خواخوږي لري خو د افغانستان حکومتي ستونزې باید هوارې شي او یو منظم حکومت هلته رامنځته شي.

د شفافیت نړیواله څارونکې ډله وایي چې له سومالیا پرته په ټوله نړۍ کې اداري فساد په افغانستان کې ډیر دی.

له حامد کرزي سره په دې سفر کې د بهرنیو چارو او مالې وزیران همداراز د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ملګري دی.

د افغانستان ولسمشر به د جمعې په ورځ د جاپان د نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې وینا وکړي او د شنبې په ورځ به هیروشیما ته ورشي هغه ځای ته چې په نړیوالې دوهمې جګړې کې امریکا هلته اتوم بم استعمال کړی و. د هیروشیما له یادګاره به حامد کرزی له لیدنې وروسته د جاپان د پخوانۍ امپراتورۍ مرکز کیوتو ته ورشي.

د یکشنبې په ورځ به له ټاکلي جدول سره سم ولسمشر کرزی نارا ته ورشي هغه ځای ته چې یو وخت د وریشمو د لارې پای و.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement