پوسټ کوډ ۳۷۹۰۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۷ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۲:۳۵

نورستانيان په ولسي جرګه کې ډېره برخه غواړي

 د نورستان ولايت اوسېدونکي وايي، د ولسي جرګې د غړيتوب لپاره د دوى د وکيلانو ګډون ونډه ډېره کمه ده.

دوى وايي، د نورستان برخه يوازې دوه تنه دي چې يو تن نارينه او يو بايد ښځينه وي.

نورستانيان وايي: د دوى ولايت ٧ ولسوالۍ لري چې بېلابېل قومونه په کې اوسېږي او ددغه ولايت لپاره د ولسي جرګې د ٢ تنو منل له انصاف نه لرې خبره ده. دوى وايي داشمېر دې ډېر شي.

دښځينه وو لپاره دمشال په نامه دسولې دانجمن مشرې لېزاغوثي نورستانۍ د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل:
په نورستان کې مختلف قومونه اوسېږي چې ددوى ژبه، فرهنګ او ژوندنۍ اړتياوې يو له بله توپير لري. لازمه ده چې دا هر يو، يو- يو تن استازى په ولسي جرګه کې ولري؛ خو متاسفانه ګڼ نور نوتاسيسه ولايتونه ډېر استازي لري اما نورستان دوه تنه لري، ښاغلى کرزى د انتخاباتو کميسيون او دملګرو ملتونو دفتر بايد په دغه مسله غور وکړي او دنورستانيانو غوښتنې دې ومني.

د نورستان ولايت لپاره د انتخاباتو د خپلواک دفتر مشر محمد سميع عمر وايي:
دا ددوى صلاحيت نه دى چې ددغه ولايت لپاره د ولسي جرګې دڅوکيو شمېر اضافه کړي ده ازادۍ راډيو ته وويل:
د نورستان ولايت خلک بايده دي چې اوسنۍ ولسي جرګې ته عارض شي او دهغوى تر بحث وروسته ولسمشر ته دا موضوع پېشنهاد شي.

دا نه زموږ صلاحيت دى او نه په قانون کې موږ ته دومره واک راکړل شوى. ده وويل دنورستانيانو دا غوښتنه پر ځاى ده او حلول يې په کار دي.

نورستانيان وايي: په افغانستان کې ټول قوانين او مقررات دتېرولنډو کلونو محصول دي، چې دترميم او اصلاح لپاره يې اړتيا شته او افغان حکومت بايد د ولسي جرګې دڅوکيو دشمېر د ډېروالي مقرارات او لايحې هم له سره ترکتنې لاندې راولي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement