پوسټ کوډ 37893
نیټه خپرول: پنج شنبه 27 غبرګولی 138908:37

په کندوز ښار کې د ايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د ۱۴ طالبانو د وژلو ادعا

د کندوز والي ادعا کوي چې په کندوز ښار کې د افغان اونړیوالو ځواکونو په ګډو عملیاتو او هوايي بمبارۍ کې څوارلس وسله وال طالبان او دوه امریکايي پوځیان وژل شوي دي .

د کندوز والي انجنیر محمد عمر وویل چې د ايتلافي ځواکونو جنګي الوتکو په داسي وخت کې پر باغ شرکت بمباري وکړه چې افغان او امریکايي ځواکونه دې سیمې ته د طالبانو د تصفیې لپاره داخل شوي وو.

باغ شرکت د کندوز سپین زرشرکت ته څېرمه سیمه ده او د ښار برخه ګڼل کېږي.په دې سیمه کې تر ډېره له بدخشان او تخاره هغه بې ځایه شوي خلک اوسي چې د دغو ولایتونو جګړه مارو قومندانانو یې کورونه او شتمنۍ غضب کړي او دوی له تېرو نهو کلونو راهیسي د کرزي له حکومته د خپلو شتمنیوغوښتنه کوي مګر حکومت یا قصداً او یا هم د بې کفایتۍ له کبله هیڅ راز اقدام نه کوي .د شمال اکثره ګوجر او پښتانه ،چې مځکې اوکورونه یې جګړه مارو قومندانانو غصب کړي ، د دوی پر ماشومانو او ښځو یې تجاوزونه کړي ، د کرزي له حکومته کرکه کوي ځکه چې هیڅ جنایتکار ته یې سزا ورنه کړه.

د کندوز والي ادعا وکړه چې د دې تصفیوي عملیاتو په نتیجه کې څوارلس طالبان وژل شوي او پراخه سیمه د دوی له دښمنه پاکه شوې ده .

د کندوز د والي په وینا دوه طالب قومندانان قاري لطیف او طالب شاه په وژل شویو کسانو کې شامل دي.

ده همداراز وویل کله چې امریکايي او افغان ځواکونه باغ شرکت سیمې ته ننوتل ، د امریکايي ځواکونو یوه نقلیه وسیله د سړک د غاړې په بم والوځول شوه .په دې پېښه کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول.

په دې پېښه کې درې نور امریکايی پوځیان ژوبل شول .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement