پوسټ کوډ ۳۷۸۶۵
نیټه خپرول: چهارشنبه ۲۶ غبرګولی ۱۳۸۹ ۰۹:۵۹

انصاري: په هېواد کې د سړي تښتونې کچه راټیته شوې ده

د افغانستان د ملي امنيت د رياست چارواكي وايي، چې په دې ورستيو كې په كابل او يو شمېر ولايتونو كې د سړي تښتونې كچه راكمه شوې ده او دوى هڅه كوي، چې په دې برخه كې خپلې هڅې لا پسې چټكې كړي. د غه څرګندونې د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د سې شنبې په ورځ په كابل كې د خبريالانو يوې غونډې ته وكړې.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست چارواكي د پخوا په پرتله په تېرو دوو ورستيو كلونو كې په هيواد كې د سړي تښتونكو په وړاندې د پراخې مبارزې خبره كوي.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند سعيد انصاري د سې شنبې په ورځ په كابل كې دغه څرګندونې د سړي تښتوونكو او وسلوالو غلو د يو پنځه كسيز او د ترهګرو د يو درې كسيز ګروپ د نيونې په اړه په جوړې شوې خبرې غونده كې وكړې.

د ښاغلي انصاري په وينا په ۱۳۸۸ او ۸۹ لمريز كلونو كې په كابل او ولايتونو كې د سړي تښتونې كچه په سلو كې لسو ته راټيته شوې ده.

"كه چيرې په ۱۳۸۷ لمريز كال كې د سړي تښتونې د جرمونو كچه په سلو كې اتيا او نوي وه، نو له نيكه مرغه نن د امنيت ځواكونو د فعاليتونو په ترڅ كې دغه جرمونه په سلو كې لسو ته رسيدلي دي، يعنې نن په كابل او يو شمير ولايتونو كې ښايي سړي تښتونكي په سلو كې لس قعاليت ولري."

سعيد انصاري وويل، په دغو برياوو كې نور افغان امنيتي ارګانونونه او عام وګړي له دوى سره شريك دي.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست وياند د نيولو شويو سړي تښتوونكو په اړه وويل:

"د فعايتونو په لړ كې د افغانستان د ملي امنيت كاركوونكو وكولى شول، چې د سړي تښتوونكو يو پنځه كسيز ګروپ چې په وسلوالو غلاو كې يې هم لاس درلود ونيسي."

ښاغلي انصاري د غه شان د نيول شويو ترهګرو په اړه وويل، چې نيول شوي كسان د ماين په ايښودلو او په يو ځان وژونكي بريد كې په لاس لرلو تورن دي.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست چارواكي په داسې حال كې په هېواد كې د سړي تښتونې او نورو جرمونو د كمښت او دغه شان د پخوا په پرتله د تقريباً ډاډمن امنيتي وضيعت په اړه څرګندونې كوي، چې د دغه رياست مشر امر الله صالح په دې ورستيو كې په كابل كې د سولې د ملي مشورتي جرګې په لومړۍ ورځ په امنيتي تدابيرو كې د پاتې والي له امله استعفا وكړه.

د امنيتي چارو كارپوهان په دې نظر دي، چې په دغه اداره كې به د مديريت تشه د ملي امنيت د رياست د كاركوونكو فعاليتونه اغيزمن كړي.

خو د افغانستان د ملي امنيت د رياست چارواكي وايي، چې د افغانستان د ملي امنيت رياست يو منظم سيستم لري او د ښاغلي صالح استعفا به د دغه رياست فعاليتونه اغيزمن نه كړي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement