پوسټ کوډ 37473
نیټه خپرول: چهارشنبه 12 غبرګولی 138909:07

روسیه :موږ په افغانستان کې له امریکا سره د نظر اختلاف لرو

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریبکوف وايي روسیه او امریکا د افغانستان په باب د نظر پوره یووالی نه لري او لا هم د دواړو په منځ کې ځینې اختلافات شته .

ریبکوف ګولوس روسي راډیو ته په مرکه کې وویل : «موږ غواړو چې نړیوال امنیت ساتونکي ځواکونه(ایساف) ،چې د ملګروملتو د امنیت شورا د ماموریت پراساس افغانستان ته استول شوي ،خپل ماموریت په اغېزمن ډول سرته ورسوي .خو دا هم پټه نه ده چې نړیوال ايتلاف ،چې په افغانستان کې ځانته بېل جوړښت لري، د امریکا ترمشرۍ لاندې دی .امریکا تر بل هر هیواد په افغانستان کې زیات ځواکونه او حضور لري .اوپه مجموع کې د ترهګرۍ پرضد د جګړې او په افغانستان کې له تروریستانو څخه د پاک هیواد د رامنځته کولو په خاطر د ثبات راوستلو لپاره تر ټولو زیات پېټی امریکايی پوځیانو په غاړه اخیستی دی .»

ده وویل : موږ نه غواړو چې له بې ثباته اود تروریستانو تر کنټرول لاندې افغانستان څخه خپلو جنوبي پولو ته نژدې تاوتریخوالی او کړکېچ ولرو.د تاریخي عواملو په علت موږ په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسولو لپاره له خپلو هلوځلو ډډه کوو.موږ نه شو کولی چې خپل سرتېري افغانستان ته واستوو.

د روسیې د باندنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل : «زه دا نه وایم چې موږله امریکایانو سره پوره د نظر یووالی لرو.موږ مخالفت او د نظر اختلاف لرو.مثلاً موږ وایو چې امریکايي پوځیان، ناټو او د ايتلاف ځواکونه باید د مخدرو موادو پرضد لا زیاتې هلې ځلې وکړي او د کوکنارو کروندې واړوي .»

روسي چارواکي وايي چې د افغانستان مخدر موادو د دغه هیواد لپاره تر ټولو لویه ستونزه جوړه کړې . 

تاند
روسان وايي چې د افغانستان مخدر مواد نړیوال امنیت او سولې ته مستقیم خطر پېښوي .خو له دې سره سره روسان تیار نه دي چې افغانستان ته ځواکونه ولېږي او یا افغان امنیتي ځواکونو ته د مخدرو موادو په برخه کې وسلې او امکانات ورکړي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement