پوسټ کوډ ۳۷۴۵۵
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۱ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۰:۴۵

په افغانستان کې د القاعدې یو مهم مشر وژل شوی

القاعده په افغانستان کې د دې شبکې د یوه مهم مشر او د اوسامه بن لادن د یوه همکار مصطفی ابوالیزید د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

دا خبر د سایټ ډلې چې د سخت دریځو اسلامی ډلو ویب پاڼې څاري، ورکړی دی.

ویل کیږي یزید چې د مصر تبعه دی او په سعید المصري هم مشهور دی، یو د القاعده له موسسیونو څخه دی چې پخوا د بن لادن د مالي چارو مسول و.

په خبر کې په دې اړه چې یزید په څه ډول ووژل شو، څه نه دي ویل شوي خو جهادي ډلو ته د القاعده په استولي پیغام کې ویل شوي چې پریزید سربیره د هغه میرمن، درې لوڼې او یوه لمسۍ او نور ماشومان، ښځی او سړي هم وژل شوي دي.

یزید په هغه لسټ چې د امریکا د خزانې وزارت پرامریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د حملو په تړاو د انفرادي کسانو، سازمانونو او خیریه موسسو په اړه ترتیب کړی، شامل دی.

په لست کې د شاملو کسانو او موسسو دارایي کنګل شوی دی.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement