پوسټ کوډ ۳۷۴۳۷
نیټه خپرول: دوشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۳:۲۰

خوست کې د ماین چاودنې ۱۵ تنه ټپیان کړل

په خوست كې د يو ځان وژونكي بريد له امله پنځلس كسه ټپيان شوي دي، چې د درېيو ټپيانو حالت نازك ښودل شوى دى.

په سيمه كې د ازادي راډيو د خبريال د خبر له مخې دغه ځان وژونكى بريد تيره شپه د خوست ښار په كاروان سراى سيمه كې شوى دى.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د يوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پيښه غندلې ده.

ويل شوي چې په دغه بريد كې اته پوليس او اووه ملكيان ټپيان شوي دي.

د پيښې مسووليت طالبانو پر ځان منلي دى.

د يو بل خبر له مخې د ننګرهارو ولايت د خوګياڼيو ولسوالۍ په چوڼۍ سيمه كۍ تير مازديګر د يو بم په چاودنه كې دوه سرحدي پوليس وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement