پوسټ کوډ ۳۷۴۱۶
نیټه خپرول: شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۸۹ ۱۲:۰۰

ناټو: په بغلان کې د طالبانو له خوا نومول شوی والي ووژل شو

په افغانستان كې ميشت د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواكونه وايي، چې په يوه هوايي حمله كې يې د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژلی دی.

د دغو ځواكونو له خوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي، چې دا حمله د دوى د استخباراتي كړيو د معلومات پر بنسټ شوې او په كې دا هڅه شوې، چې عامه خلكو ته زيان وا نه وړي.

د ناټو په اعلاميه كې ويل شوي، چې د دې هوايي حملې وروسته، چې د بغلان ولايت د نوي بغلان په سيمه كې شوې د دوى ځمكني ځواكونه سيمې ته ننوتلي او هلته يى په يوه نښته كې یې څو تنه وسلوال وژلي دي.

خو وسلوالو طالبانو بيا تر دې دمه په دې اړه كومه تبصره نه ده كړې.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement