پوسټ کوډ ۳۷۲۵۱
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۸۹ ۰۸:۵۹

طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر برید وکړ

وسله والوطالبانونن ناوخته د کندهارپرهوايي ډګر د راکټونو او هاوانونو بریدونه وکړل او د مقاماتو په وینا د ناټو یوشمېر پوځیان یې ټپیان کړل .

دا حمله په بګرام کې د امریکايی او ناټو ځواکونو تر ټولو په لویه اډه له حملې څو ورځې وروسته وشوه چې په ترڅ کې یې لږترلږه نهه تنه طالبان او یوامریکايي قراردادي ووژل شول او نهه تنه امریکايی پوځیان ټپیان شول .

خود کندهار په هوايی ډګر کې ناټود سمندري ځواکونو یوې ویاندې وویل امانداپیپرسیم وویل پر هوايي ډګر د راکټونو حمله وروسته له دې وشوه چې لومړی پر دوی مځکنی برید وشو.دې وویل چې جګړه لا هم روانه ده .د هغې په وینا پر هوايي ډګر پنځه راکټونه لګېدلي او یوشمېر پوځیان یې ټپیان کړي .دې وویل چې طالبانو هڅه وکړه چې په مځکنۍ حمله کې هوايي ډګر ته ننوځي خو بریالي نه شول .

رویټرخبري اژانس بیا وايي چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو یوه بل ویاند وویل :« نن شپه په شاوخوا اته بجې د کندهار پر هوايي ډګرلږ وروسته له دې چې مځکنۍ حمله وشوه د راکټونو او هاوانونو برید وشو.»

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د کندهار په هوايي اډه کې یوې استخباراتي سرچینې وویل چې پر دې اډې درې راکټونه نښتي یو یې د څرخکو پر هغه ترمینل ولګېد چې بهرني ځواکونه ترې کار اخلي اوڅلور بهرني سرتېري پکې ژوبل شول ، بل د خرڅلاو پر یوې سیمې ونښت او درېم پر یو تش ځای ولګېد.

دې سرچینې دا هم وویل چې طالبان هوايي ډګر ته ښه ورنژدې شوي ول او له هماغه ځایه یې راکټي برید وکړ چې ورپسې د ناټو هیلي کوپترې پورته شوې او د ماشین ګڼو په ډزو یې طالبان وځپل .

په هوايي اډه کې یوه ژورنالیست وویل چې ټولو موجودو کسانو ته امر وشو چې په هوايي ډګر کې پناهځایونو ته لاړ شي .دغه خبریال لوشین ریډ همداراز وویل پر اډې د راکټونو برید وشو،درې یا ممکن څلور راکټونه ولګېدل .

د ناټو ځواکونو ویانده پیرسیم وايي چې دوی نه پوهېږي چې د حمله کوونکو شمېر څومره دی خو داسي نه ښکاري چې ځانمرګي واسګټونه دې یې په تن وي .

وسله والوطالبانو تر دمه دمه د دې برید په باب څه نه دي ویلي .

له بلې خوا د فرانسې حکومت نن وویل چې دوه بهرني سرتېري او د هغو افغان ترجمان د سړک د غاړې په چاودنه کې ووژل شول .

په پاریس کې په خپره شوې خبرباڼه کې بې له دې چې د پېښې د ځای یادونه وشي ، ویل شوی چې په وژل شویو کسانو کې یو هالنډی ،یو افغان او بل فرانسوی دی .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement