پوسټ کوډ ۳۷۲۴۹
نیټه خپرول: يکشنبه ۲ غبرګولی ۱۳۸۹ ۰۸:۴۰

جرمني د دفاع وزیر د افغانستان په اړه خبرداری ورکړ

د جرمني دفاع وزیر له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ویستلو کې د هرډول بیړې پر وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل، دا به په دې هېواد کې د ګډوډېو د رامنځته کېدو سبب شي.

د جرمني دفاع وزیر کارل تیودور څو ګوټېنبېرګ له یوې جرمنۍ ورځپاڼې هامبورګر آبېنډ بلټ سره په مرکه کې چې نن خپره شوې وویل، که افغانستان ماتې وخورې پاکستان هم ماتې خوري او پاکستان د اټومي وسلو لرونکی هېواد دی.

نوموړي زیاته کړه، زه ډېر زیات ناراحته یم، چې دا اټومي وسلې د تروریستانو لاس ته ورنشي.

جرمني په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په ترڅ کې اوس مهال څلور زره او پنځه سوه عسکر لري، چې زیاته برخه یې د هېواد په شمالي سیمو کې ځای پرځای شوې ده. د جرمني خلک له دغه ماموریته خوښ نه دي.

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement