پوسټ کوډ 37191
نیټه خپرول: پنج شنبه 30 غویی 138911:01

خوست کې څو تنه سړي او موټر تښتوونکي نیول شوي

د خوست ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې د يولړ عملياتو په ترڅ كې يې يوشمېر سړي تښتونكي او موټر تښتونكي نيولي دي.

د خوست ولايت د امنيې قومندان مل پاسوال عبدالحكيم اسحاقزي ازادي راډيو ته وويل، چې دغه كسان يې د اوږدې مودې راهيسي د څار لاندې وو، چې بلاخره تيره ورځ يې د ښار په بيلابيلو برخو كې ونيول.

نوموړي زياته كړه، چې نيول شويو كسانو په خپلو جرمونو اعتراف كړی دی.


ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement