پوسټ کوډ ۳۷۱۸۳
نیټه خپرول: پنج شنبه ۳۰ غویی ۱۳۸۹ ۰۹:۱۴

په كابل كې يو لرغونى جومات د امريكا په مرسته ورغول شو

داطلاعاتواوفرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين ،په کا بل کې دامريکا سفير ايکن بيري اود حج او اوقافو وزيرډاکتر محمديو سف نيازي تیر ور دکابل دزاړه ښار د تنور سازي دسيمې د ګلدسته جومات چې بيا رغول شوى دى پرانيست .

داطلاعاتواوفرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين ،په کا بل کې دامريکا سفير ايکن بيري اود حج او اوقافو وزيرډاکتر محمديو سف نيازي نن دکابل دزاړه ښار د تنور سازي دسيمې د ګلدسته جومات چې بيا رغول شوى دى پرانيست . 

د ګلدسته جومات داورنګ زيب دسلطنت په دوران کې دمغلى مهندسى دسبک په اغيز سره جوړ شوى دى اود کا بل د زاړه ښار دتنورسا زي په سيمه کې موقعيت لري . ددغه تاريخي جومات دپرا نيستلو په غونډه کې په کا بل کې دا مريکا دمتحده ايالاتو سفير کارل ايکن بيري خبرې وکړې او ويې ويل (دګلدسته جومات دتنورسازي ديوې تاريخي برخې استا زيتو ب کوى هغه سا حه چې دجګړې په دوران کې يې زياتې ويجاړې زغملي دي . ددغې ودانۍ بيا رغاونه هغه قوي پيغام رسوي چې د کابل هغه تاريخي ساحې چې د جګړې په وخت کې ويجاړې شوي دي بيا رغاول کيږي ) ده دغه را ز په بيلا بيلو برخو کې دامريکا د متحده ايالاتو دپروګرامونو او همکاريو په باب خبرې و کړې .
 
داطلاعا تو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په خپلې وينا کې دامريکا د متحده ايالاتو اود اقا خان دټولنې د همکاريو له ا مله چې د تاريخي ابدا تو اواثارو دبيا احيا کولو په پرو ګرام کې يې له افغا نستان سره مرسته کړې ده مننه و کړه او ويې ويل .
 
د کا بل دتاريخي جو ما تو نو په بيا احيا کولو کې د ا مريکا د همکاريو سابقه څوکاله مخکې ته رسيږي او هغه لومړ نى جومات چې د ا مريکا يي دوستا نو له خوا د کابل په زا ړه ښارکې بيا جوړ شو د ملامحمود جو مات دى . ډا کتر رهين د ګلدسته جومات دکارى ظرافت اود تاريخي اصالت دساتنې يادونه وکړه اوهيله يې و کړه چې دتنور سا زي دسيمې خلک دپخوا په شان دغه عبادت ځاى او نور تاريخي اثار وسا تي . ډاکتررهين له کا بل ښاروال څخه وغو ښتل چې د هغې لارې بيا رغونې ته پاملرنه و کړي چې دغه جومات له عمو مي سړک سره نښلوى . دحج او اوقافو وزير ډاکتر يو سف نيازي هم خبرې و کړې دتنور سا زي د سيمې دګلدسته جومات د بيا رغونې په خا طر يې د ا مريکا د متحده ايالاتو ،داقا خان مرکز ،د ا طلاعاتو او فرهنګ له وزارت اود سيمې دخلکو دهمکاريوله ا مله قدردا ني وکړه او ويې ويل : دامريکا سفارت پخوا دحج اواوقافو له وزارت سره د جوماتونو او مقدسه اماکنو په احيا کولو کې هم د همکاري ژمنه ګړې وه چې دادى ددغه جومات د پرا نيستلو شا هدان يو . داطلاعا تو او فرهنګ وزارت د تاريخي ابدا تو دسا تنې او ترميمولو رئيس انجنيرعبدالا حد عباسى د باخترا ژانس خبريال ته وويل: دګلدسته دجومات د بيا رغونې کار د١٣٨٧ کال په وروستيو کې د نږدي اتيا زرو امريکا ئي ډالرو په لګښت پيل شوي و چې د هغه دتاريخي اصالت دسا تنې دڅارنې مسو ليت د تاريخي ابدا تو دسا تنې او ترميمولو رياست اود پروژې دتطبيق مسوليت داقاخان مرکز په غاړه درلود . دغه راز داطلاعا تو اوفرهنګ وزير په کا بل کې دامريکا دسفير، دحج اواوقافو د وزير اوداطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو شمير مسو لينو په ملګرتيا د بيهقي منځنى ښوونځى چې ګلدسته جومات ته څيرمه موقعيت لري ، هم وکوت او ددغه ښوونځى له زده کوونکو سره يې خبرې وکړې

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement