پوسټ کوډ ۳۷۰۳۸
نیټه خپرول: پنج شنبه ۲۳ غویی ۱۳۸۹ ۱۱:۱۹

د لیبیايي الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۰۳ تنه مړه شول خو یوماشوم ژوندی پاتې دی

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د یوې مسافروړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې له یوه ماشومه پرته درستې ۱۰۳ سپرلۍ مړې شوي دي .

لیبیايی چارواکي وايی چې د افریقیه هوايي شرکت دا ۳۳۰ ایربس الوتکه د طرابلس هوايی ډګر ته څېرمه لوېدلې ده .

خو په دې هوايي پېښه کې یو اته کلن ماشوم ژوندی پاتې شوی .د الوتکې پاتې څه ۹۲ مسافر او یوولس عمله ځای پرځای مړه شوي دي .

دا الوتکه چې تېره شپه د جنوبي افریقا له جهانسبرګ څخه الوتلې وه ،د لبیا له طرابلسه د لندن ګیټویک هوايي ډګر ته روانه وه .

رویټرز خبري اژانس وايي الوتکه هغه مهال وغورځېده چې هڅه یې کوله د طرابلس په هوايی ډګر کې کښېني .ژوندی پاتې شوی ماشوم ،چې د هالنډ تبعه دی، روغ رمټ دی خو د معاینې لپاره روغتون ته بېول شوی دی .د روغتون مسوولان وايی چې د هغه روغتیايی وضعه ښه ده .

لیبیايی چارواکي وايي د پېښې د علت په باب یې پلټنې پیل کړي خو فکر نه کوي چې په دې مسله کې دې ترهګر لاس ولري .

تراوسه پورې د پېښې علت نه دی څرګند خو لیبیايی چارواکي په هغې کې د تروریستانو لاس ردوي .

افریقیه هوايی شرکت په ۲۰۰۱ کال د لیبیا د حکومت له لوري فعال شوی او پر کورنیو الوتنو سربېره د نړۍ شلو هیوادونو ته پروازونه لري .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement