پوسټ کوډ 36919
نیټه خپرول: شنبه 18 غویی 138909:41

امریکايي جنرالانو ولسمشراوباما ته وویل چې په افغانستان کې سوکه پرمختګ دوام لري

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته وویل چې جګپوړو امریکايي جنرالانود امریکا ولسمشربارک اوباما ته وویل چې پوځیان یې په افغانستان کې سوکه خو پر له پسې پرمختګ کوي .

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل ولسمشراوباما ته، چې نن یې د جنګ د شورا له غړیو سره غونډه لرله ،په افغانستان کې د ناټو او امریکايی ځواکونو عمومي قومندان جنرال سټنلي مک کرسټل وویل چې په افغانستان کې پرمختګ سوکه خو منظم دی .

د ولسمشراوباما د جنګ په شورا یا کابینه کې د دغه هیواد دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت سلاکار،لوی درستیز،په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د امریکايی پوځیانو عمومي قومندان او په افغانستان کې د امریکا سفیر او د ټولو قواوو عمومي قومندان شامل دي .

ده همداراز وویل چې اوباما په پرمختګ ډاډ څرګند کړاود دومره ژر پرمختګ توقع یې نه لرله .

له بلې خوا امریکايی مقاماتو د دغه هیواد مشرانو جرګې ته پرون وویل کافي شمېر افغان ځواکونه نشته چې د مارجې په شان له طالبانو څخه نیول شوې سیمې وساتي .


دوی وايی چې د افغانستان په جنوب کې د وړ او تکړه دولتي مامورینو او مقاماتو نشتوالی په افغانستان کې د امریکا هلې ځلې له خنډ او ځنډ سره مخامخولی شي .

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement