پوسټ کوډ ۳۶۹۰۰
نیټه خپرول: پنج شنبه ۱۶ غویی ۱۳۸۹ ۱۰:۰۵

د پاكستان شمالي وزيرستان د تروریستي فعالیتو په مرکز بدل شوي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د پاکستان په قبایلي سیمو په تېره شمالي وزیرستان کې د سخت دریځو وسله والو د فعالیتونو د زیاتېدوپه اړه په یوه مطلب کې لیکي چې دا سیمه د ډیرو تروریستي ډلو د فعالیت په مرکز بدل شوی او ډير تروریستان خپلې حملې له دې ځایه تنظیموي، چې نه د پاکستان د استخباراتو ای، اس، ای او نه هم د امریکا سی، ای، ای نه پوهیږي، چې هلته څه روان دي.

د نیویارک په ټایمز څلور لاري کې د ناکامې بمي حملې په تړاو د نیول شوي مشکوک فیصل شهزاد په اړه، چې پاکستاني الاصله امریکایي دی، تراوسه زیات معلومات نه دی خپاره شوي.

ویل کیږي، چې شهزاد د ۲۰۰۹ کال له جولای نه د ۲۰۱۰ کال ترفبروری پورې په پاکستان کې وو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، د محکمې اسناد ښیي چې شهزاد د بم جوړولو زده کړه په جنوبي وزیرستان کې چې د سخت دریځو وسله والوخوندي ځای بلل کیږي، ترلاسه کړې ده.

په تېرو اتلسو میاشتو کې د پاکستان اردو افغانستان پولي ته نژدی په شپږو قبایلو سیمو کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړل.
خو اومه سیمه یعنې شمالي وزیرستان تراوسه له پوځي عملیاتو خوندي وه.

واشنګټن پوسټ لیکي، پوښتنه داده چې ولې د پاکستان اردو په شمالي وزیرستان حمله نه ده کړی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې، ورځپاڼه لیکي، په شمالي وزیرستان کې دغه عملیات تریوه حده په دې دلیل نه دي ترسره شوي چې دا هغه سیمه ده چې په کی د جلاالدین حقاني او ګلبدین حکمتیار په ګډون د افغاني طالبانو ډلو پناه اخیستی.

دغه دوه مشران د پاکستان له پوځ او د استخباراتو ادارې ای اس، ای سره نژدي اړیکي لري.

د واشنګټن پوسټ په وینا دعملیاتو د نه پېلېدو یو بل دلیل تکتیکي مسله ده او هغه دا چې د دې هېواد اردو په سیمه کې له سخت دریځو وسله والوسره یوه معامله کړې ده.

د دغې معاملې له مخې ترهغه وخته سخت دریځي وسله وال د پاکستان د اردو له حملو خوندي دي، چې دوی پرپوځ حمله ونه کړي.

واشنګټن پوست لیکي، د تروریزم پرضد د پاکستان دغه ستراتیژي، چې امریکایي جنر

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement