پوسټ کوډ ۳۶۸۶۲
نیټه خپرول: سه شنبه ۱۴ غویی ۱۳۸۹ ۱۳:۱۹

د مارشال په مشرۍ د حكومت فرهنګي شورا

د وزيرانو شورا دايمي فرهنګي كمېټې لومړۍ غونډه وكړه. د هيواد ورځپاڼې له راپور سره سم، په دې غونډه كې د وزيرانو شورا د فرهنګي كمېټې د طرز العمل په موضوع بحث وشو او فيصله وشوه چې د دې كمېټې د طرز العمل په موضوع دې لا ډېر غور وشي.

دا لومړى ځل دى چې په افغانستان كې په لوړه دولتي كچه فرهنګي كمېټه جوړېږي. د دې كمېټې مشري د ولسمشر مرستيال ، مارشال محمد قسيم فهيم كوي.

د دې دولتي كمېټې غړيو ته د افغانستان د وزيرانو شورا د فرهنګي كمېټې مشر مارشال فهيم وويل چې د فرهنګي مسايلو څېړنه د ټولنې ستره اړتيا ده او ټولنه هغه وخت ترقي كولى شي چې علم او فرهنګ پكې د قومي توپيرونو ځاى ونيسي.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement