پوسټ کوډ 36827
نیټه خپرول: يکشنبه 12 غویی 138908:52
- 0 څرګندونه
- چاپ
لوېدیځې رسنۍ د افغانستان لومړنۍ لوب

نړیوالو رسنیو د هند په وړاندې د افغانستان د کرکټ نننۍ لوبه له دې سره سره ستایلې چې افغانستان په اوو ویکټونو وبایلله .
لوېدیځو رسنیو او د سپورتي چارو کارپوهانو ویلي سره له دې چې افغانستان په هرډګر کې له نورې نړۍ ډېر وروسته دی ، په نننۍ لوبه کې یې وښووله چې د کرکټ په برخه کې دومره هم شاته نه دی .
هندي لوبغاړو نن په داسي حال کې افغانستان ته ماته ورکړه چې یودېرش توپونه او اووه لوبغاړي یې لا پاتې ول .
په ویست انډیز یا غرب الهند کې د شلو اورونو د ۲۰۱۰ کال په نړیوالو اتلولیو کې چې افغانستان په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پکې برخه واخیسته،پچه هند وګټله او افغان لوبغاړو ته یې د لوبې یا بیټنګ کولو بلنه ورکړه .
افغان لوبغاړو په خپلو۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو د سوځېدو په وړاندې ټولټال ۱۱۴ منډې جوړې کړې .افغانانو لوبه ښه پیل نه کړه او لومړي لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل خونورعلي او اصغر ستانکزي په ګډه د افغانستان لپاره اتیا رنزه جوړ کړل .نورعلي په یوازې سر پنځوس منډې جوړې کړې .
د هند له لوري مورالي ویجي ۴۸ منډې جوړې کړې .ده درې شپږیزې ووهلې .
هند به د یکشنبې په ورځ(سبا) له جنوبي افریقا سره مخامخ شي او د افغانستان بله مسابقه به د چهارشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره وي .
د کرکټ د کارپوهانو په نظر څرنګه چې دا د هند په شان د لومړۍ درجې ټیم سره د افغانستان لومړۍ لوبه وه او په عین حال کې په نړیوال کپ کې د افغانستان اوله مسابقه وه ، افغان لوبغاړي له رواني نظره ترفشار لاندې ول او کنې د دوی په فکر افغانستان تر دې د بهترې نتیجې مستحق وو.دوی په عین حال کې باور لري چې له جنوبي افریقا سره به د افغانستان د سیالۍ نتیجه د افغانانو لپاره تر دې ښه وي .