پوسټ کوډ ۳۶۸۱۸
نیټه خپرول: شنبه ۱۱ غویی ۱۳۸۹ ۱۲:۴۳

په چین کې د نړوۍ تر ټولو ستر نندارتون پیل شو

د نړۍ د ۲۰۱۰ کال ستر نندارتون پرون د چین په شنګهاي ښار کی په رسمې ډول پرانستل شو.

په نندارتون کې د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سازمانونو ځایونه او غرفې جوړې کړي او تمه ده چې شاوخوا ۷۰ میلونه کسان به یې ننداره وکړي.

دا نندارتون به د اکتوبر تر میاشتې پورې خلاص وي. د سږکال نندارتون د ښه ښار- ښه ژوند تر شعار لاندې جوړ شوی او د ښاري ژوند ستونزو ته به په کې زیات پام واړول شي.

شانګهاي ښار اتلس میلیونه نفوس لري او د نړۍ د لسو سترو ښارونو په ډله کې دی. د چین حکومت په دې نندارتون باندې په میلونونو ډالر لګولي دي. د نړۍ یو شمېر مشرانو د نندارتون په پرانستلو کې ګډون کړی و.

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement