پوسټ کوډ ۳۶۸۱۴
نیټه خپرول: شنبه ۱۱ غویی ۱۳۸۹ ۱۰:۴۷

نن به د ولسي جرګې یو پلاوی له ولسمشر سره وګوري

په پام كې ده، چې د ولسي جرګې يو پلاوی د دې جرګې د نورو غړو په استازيتوب له ولسمشر كرزي سره نن د ارګ په ماڼۍ كې وګوري او د افغانستان د انتخاباتو د نوي قانون پر سر د اختلافاتو د حل په لارو چارو ورسره خبرې وكړي.

د ولسي جرګې منشي صالح محمد سلجوقي نن سهار ازادي راډيو ته وويل، چې دا پلاوی به له ولسمشر كرزي سره په ليدنه كې په دې هڅه وكړي، چې د هېواد د انتخاباتو په نوي قانون كې تعديلات رامنځته كړي.

نوموړي زياته كړه، چې په ليدنه كې به د ولسي جرګې له خوا ليږل شوي پلاوی د انتخاباتو د تقنيني فرمان د ردولو موضوع ولسمشر كرزي ته تشريح كړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړو تر دې مخكې د انتخاباتو نوى قانون، چې د ولسمشر كرزي له خوا شا او خوا يوه مياشت مخكې د يوه تقنيني فرمان پر اساس نافذ شوى وه رد كړ، چې ولسمشر كرزي د ولسي جرګې دغه پرېكړه غير قانوني بللې وه.


برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement