پوسټ کوډ ۳۶۷۸۳
نیټه خپرول: چهارشنبه ۸ غویی ۱۳۸۹ ۱۱:۵۳

ولسمشرکرزي د بوتان له صدراعظم سره د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې

افغان ولسمشر حامد كرزى چې د سارك د غړو هيوادونو د مشرانو په ۱۶ مه غونډه کې د ګډون لپاره بوتان ته تللی نن د دغه هیواد له صدراعظم جګمي وای تنلي سره د بوتان په پلازمېمه تيمپوکې وکتل.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په يوه اعلاميه كي راغلي دي ټاكل شوې ده چې ولسمشر نن له غرمې وروسته د سارک په سرمشریزه کې ګډون او وينا وكړي.

په اعلاميه كي راغلي دي چې د ښاغلي كرزي وينا به د مركزي او جنوبي اسيا ترمنځ د پل په توګه د افغانستان د رول په اړه وي.

په سيمه ې کد اقليم د بدلون او د سارك د غړو هيوادونو ترمنځ، سوداګريزې او كلتوري اړيكې د دې ټولنې د سږنۍ غونډې د بحث كليدي موضوعات بلل شوي. 

د بوتان د شاهي حکومت صدراعظم بوتان ته د افغان ولسمشرد ورتګ په هرکلي سره په دې خوښې ښکاره کړه چې په دې هیواد کې د سارک ټولنې په غونډه کې ګدون کوي .

ده همداراز د افغانستان اوبوتان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو په ټینګېدو خوښۍ ښکاره کړه او د دواړو خواوو ترمنخ د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی شو.

افغانستان اوبوتان په وروستیو کې په ملګروملتو کې د خپل منځي دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو موافقه لاسلیک کړه خو تراوسه پورې عملاً د دواړو ترمنځ سیاسي راشه درشه نشته .

برچسب‌ها

ستاسو نظر

  • AvaAdvertisement

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه

  • AvaAdvertisement